د کرکټ اسیایي شورا د غړو هېوادونو د استازو ترمنځ ناسته ترسره شوه

په دغه ناسته کې چې د مالیزیا هېواد په پلازمېنه کولالمپور کې د اسیایي شورا د غړو هېوادونو د مشرانو او اجراییوي مشرانو ترمنځ ترسره شوه، د اړوند هېوادونو ترمنځ پکې پر لا ډېرې همکارۍ، په ۲۰۲۴م کال کې د کرکټ اسیایي شورا د سیالیو، له ۲۰۲۴ تر ۲۰۳۱م کال پورې د یادې شورا د رسنیزو حقوقو او د نویو هېوادونو د غړیتوب په تړاو خبرې وشوې.

د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه هم له یادې ناستې په ګټې د بېلابېلو بورډونو له مشرانو سره خبرې وکړې او د افغانستان په کوربه توب یې د یادې شورا د سترو سیالیو د ترسراوي غوښتنه وکړه او دغه راز یې د بنګله دېش له مشر سره د افغانستان په کوربه توب د راتلونکې لوبلړۍ په وخت ترسره کولو خبرې اترې وکړې.

په یاده ناسته کې چې د کرکټ نړیوالې او اسیایي شوراګانو د مشر او د هندوستان کرکټ د سرمنشي جې شا له لوري رهبري کېده؛ دغه راز پکې د پخوانیو ناستو د موضوعاتو د تایید، د ۲۰۲۶م کال په اسیایي لوبو کې د کرکټ پر شمولیت، د ازبکستان، منګولیا او فلیپین د غړیتوب د غوښتنې د ارزونې او نورو اړوند موضوعاتو په تړاو خبرې اترې وشوې.

همدارنګه په دغه ناسته کې د کرکټ اسیايي شورا د پرمختیا کمېټې غړو د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو د پلانونو او سیالیو په تړاو د غړو هېوادونو له مشرانو سره هر اړخیز معلومات شریک کړل چې په پایله کې یو ځل بیا د کرکټ اسیایي شورا د غړیتوب لرونکو هېوادونو ترمنځ پر لا ډېرې همکارۍ ټینګار وشو.

د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه یاده ناسته د ادارې او افغانستان لپاره ډېره ګټوره بولي چې په لړ کې یې له بېلابېلو هېوادونو سره هر اړخیزې خبرې وشوې او دغه راز ګډونوالو ته په هېواد کې د کرکټ د لا ډېر پرمختګ راپور وړاندې شو.