کندهار کې د رحمت ولي ایمرجېنګ سیالۍ پیلیږي

د یادووني وړ ده چې د افغانستان کرکټ بورډ له لوري هر کال د کورني کرکټ په چوکاټ کې ګڼ شمېر سیالۍ ترسره کېږې، ترڅو د کورني کرکټ پیاوړي لوبغاړي په لوبو کې بوخت پاتي شي او په خپلو ښو کارګردګیو سره ملي لوبډلو ته لاره ومومي.
کندهار کې د رحمت ولي ایمرجېنګ سیالۍ پیلیږي

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګي له لوري د راتلونکې شنبې پ ورځ په کندهار کې د رحمت ولي ایمرجینګ جام سیالۍ پیلیږي. دغه سیالۍ چې سږ کال د یو ورځنیو سیالیو په بڼه ترسره کېږي، د افغانستان د ۱۹کلنو ملي لوبډلو او کورني کرکټ ځلېدونکي لوبغاړي پکې برخه لري چې په څلور لوبډلو کې به له یو بل سره سیالۍ ترسره کړي.

د ایمرجېنګ یا ۲۳ کلونو ځوان لوبغاړو ترمنځ سیالۍ چې د کرکټ اسیایي شورا له لوري یې اسیا جام هم ترسره کیږي، د افغانستان کرکټ بورډ غواړي یادو سیالیو ته د ښه چمتووالي او ځوان لوبغاړو د بوخت ساتلو په موخه دغه لوبې وکړي. یادې لوبې به د روانې مې میاشتې له ۶مې پیل او د همدې میاشتې پر ۲۰مه نېټه به یې د دوو مخکښو لوبډلو ترمنځ پایلوبه ترسره شي.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د رحمت ولي ایمرجېنګ جام سیالۍ ترسره کېږي. دغه لوبو کې څلور نوي لوبډلې ځای پر ځای شوې دي چې د ځوان اتلان، ماهیپر ستوري، هېواد ساتونکي او اباسین ځوانان لوبډلې پکې شاملې دي.