له کام ایر هوايي شرکت سره د مالي ملاتړ کوونکي قرارداد لاسلیک شو

د افغانستان کرکټ بورډ او کام ایر هوایي شرکت د مشرتابه ترمنځ نن د سریلانکا د لوبلړۍ لپاره د لوبډلې د مالي ملاتړ کوونکي هوکړه لیک لاسلیک شو چې سربېره پر دې ورسره په مستقیم ډول د یاد شرکت د ټکټونو د حساب یا اکونټ د استعمال قرارداد هم لاسلیک شو چې دا د ادارې له اوږدمهاله ملګري (سوپرکولا) وروسته دویم ملي شرکت دی چې د سریلانکا سفر په موخه له خپلې ملي لوبډلې مالي ملاتړ کوي.

دغه راز باید وویل شي چې سربېره پر دې به د Rario شرکت هم په دغو سیالیو کې د افغان لوبډلې مالي ملاتړ کوونکی و اوسي چې یادو شرکتونو ته د مالي ملاتړ په بېلابېلو کټګوریو کې ځایونه ورکړل شوي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي میرویس اشرف په دغه ناسته کې وویل، واقعاً دا یو ستر زېری دی چې د سوپرکولا ملي شرکت ترڅنګ کام ایر هوایي شرکت هم موږ ته په دې شرایطو کې د ملګرتیا لاس راکړ، ترڅو له خپلو ملي اتلانو د سریلانکا سفر لپاره مالي ملاتړ وکړي.

د ښاغلي اشرف په وینا: ((له شک پرته کام ایر له دې وړاندې هم له افغان لوبډلې څو ځلې مالي ملاتړ کړی دی، او همېشه یې د افغانستان کرکټ بورډ اداره او خپل اتلان نازولي دي، هیله ده چې زموږ او د دوی ترمنځ ملګرتیا لا ډېره دوامداره او د تل په څېر له خلوص او صمیمت ډکه وي.))

همدارنګه د کام ګار هوایي شرکت مرستیال ښاغلي حاجي اتیلا کامګار هم دغه هوکړه لیک د دواړو ادارو ترمنځ د دوامداره ملګرتیا یو نوی پیل وباله او په وینا یې، هڅه به وکړي چې افغانستان کرکټ بورډ ته د تل په څېر د ملګرتیا لاس ورکړي، ځکه ملي لوبډله له ټول افغانستان استازیتوب کوي او د ټول افغان ولس لوبډله ده.

د ښاغلي اتیلا په وینا: ((زه له ورزش سره ځانګړې مینه لرم، د افغانستان ټولې لوبډلې مې خوښيږي او دا موږ ته د ویاړ ځای دی چې له خپلو ملي لوبډلو ملاتړ کوو، زه ډاډمن یم چې له دې سربېره به بیا هم له خپلو ملي لوبډلو مالي ملاتړ کوو او دغه کار موږ ته ویاړ رابخښي او هیله ده چې د اوږدمهال لپاره هم سره مخ ته ولاړ شو.))

باید وویل شي چې دغه راز به له دې وروسته افغانستان کرکټ بورډ وکولی شي چې د یاد شرکت د ټکټونو له مستقیم حساب یا اکونټ هم برخمن شي، د افغانستان کرکټ بورډ مسوولینو او لوبغاړو ته به د سفر پر مهال ځانګړې اسانتیاوې ورکول کېږي او په ټوله کې د دوامداره مالي ملاتړ لپاره یو غوره پیل دی.

د یادونې وړ ده چې افغان لوبډله به د سریلانکا پر وړاندې خپله لومړۍ لوبه د راتلونکې جمعې په ورځ یا د روانې نومبر په ۲۵مه نېټه د سریلانکا د کېنډي په پالیکلي لوبغالي کې ترسره کړي.