راتلونکې میاشت د قوش تپې تر عنوان لاندې ملي شل اوریزې سیالۍ ترسره کېږي

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګه په پام کې لري چې د راتلونکې اپریل میاشتې له ۱۶مې نېټې تر ۲۷مې نېټې پورې په کندهار ولایت کې د قوش تپې تر نوم لاندې لومړی پړاو ملي شل اوریزې سیالۍ (قوش تپه ملي شل اوریز جام) ترسره کړي چې موخه یې د نړیوال جام لپاره د ملي لوبډلې بشپړ چمتووالی او دغه راز د کورني کرکټ او ملي لوبډلې ترمنځ د تجربو شریکول دي.
راتلونکې میاشت د قوش تپې تر عنوان لاندې ملي شل اوریزې سیالۍ ترسره کېږي

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګه په پام کې لري چې د راتلونکې اپریل میاشتې له ۱۶مې نېټې تر ۲۷مې نېټې پورې په کندهار ولایت کې د قوش تپې تر نوم لاندې لومړی پړاو ملي شل اوریزې سیالۍ (قوش تپه ملي شل اوریز جام) ترسره کړي چې موخه یې د نړیوال جام لپاره د ملي لوبډلې بشپړ چمتووالی او دغه راز د کورني کرکټ او ملي لوبډلې ترمنځ د تجربو شریکول دي.

یادې سیالۍ د کورني کرکټ څانګې له لوري د کال په پیل کې د نورو ټورنمنټونو او لوبلړیو ترڅنګ د سږ کال لپاره پلان شوې، ترڅو له پلان سره سم د اګست او سپټمبر میاشتو کې ترسره شي، خو راتلونکي نړیوال جام ته په پام سره د ادارې د مشرتابه له لوري غوره وګڼل شوه، چې د لوبغاړو د بشپړ او غوره چمتووالي په موخه دغه لوبې په اپریل میاشت کې ترسره شي.

ادارې دغه راز په پام کې درلوده چې د امکان په صورت کې شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ ترسره کړي، خو له هر اړخیزو څېړنو وروسته جوته شوه چې په دومره کمه موده کې د شپږیزې کرکټ لیګ ترسراوی ممکن نه دی. دغه راز د پېژندل شویو پروډکشن کمپنیو نه چمتووالی او لوجیستیکي خنډونه هغه موارد وو چې په یاده نېټه یې د نهم پړاو شپږیزې د ترسراوي امکان لا ډېر کم کړ؛ نو غوره وبلل شوه چې د کلني پلان پر بنسټ شپږیزه کرکټ لیګ په خپله ټاکل شوې موده (اګست میاشت) کې ترسره شي.

باید وویل شي چې د قوش تپې په دغو سترو سیالیو کې به د زونونو په کچه پنځه لوبډلې شتون ولري چې په لړ کې به یې هره لوبډله له سیالې لوبډلې سره دوه ځلې مخ شي او ټولټال به د پایلوبې په ګډون ۲۱ لوبې ترسره کړي چې لس ورځې به هره ورځ دوه لوبې او دولسمه ورځ به له یوې ورځې وقفې وروسته بیا پایلوبه ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې مسوول ښاغلی نظیم جار عبدالرحیمزی په دې اړه وايي: ((د قوش تپې جام ملي شل اوریزې سیالۍ د لومړي ځل لپاره د کورني کرکټ د سیالیو او ټورنمنټونو کلني پلان ته اضافه شوې دي چې له شک پرته د لوبغاړو په لا ډېر غوره چمتووالي او تجربې شریکولو کې به رغنده او اغېزناک رول ولوبوي.))

نوموړي دغه راز زیاته کړه: په یادو سترو سیالیو کې د ملي لوبډلې او کورني کرکټ لوبغاړي ګډون لري چې له ګټې یې دواړه لوري برخمن کېږي، یوه ګټه یې دا ده چې دغه سیالۍ د راتلونکي نړیوال جام سیالیو لپاره یو غوره چمتووالی دی لکه څرنګه مو چې تېر کال له نړیوال جام وړاندې زرغون جام سیالۍ هم کړې وې او ډېر مؤثریت یې درلود او دویمه ګټه یې داده چې د ملي او کورني کرکټ لوبغاړو ترمنځ د تجربو شریکولو لپاره یو ښه فرصت دی.

د یادونې وړ ده چې د کورني کرکټ د پلان پر بنسټ به له دې وروسته په ترتیب سره د میرویس نیکه درې ورځنۍ سیالۍ، د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سیالۍ، غازي امان الله خان لېسټ اې سیالۍ، شپږیزه کرکټ لیګ او زرغون افغانستان جام سیالۍ هم یو په بل پسې ترسره شي.