د افغانستان کرکټ بورډ د زرغون افغانستان یو ورځنۍ سیالۍ پیلوي

د افغانستان کرکټ بورډ د هېواد د ملي لوبغاړو ترمنځ د زرغون افغانستان په نامه نوې یو ورځنۍ سیالۍ پیلوي. دغه سیالۍ به د راتلونکې مې میاشتې په اتمه نېټه پیل شي چې د همدې میاشتې تر شلمې نېټې پورې به په خوست ولایت کې د درې لوبډلو ترمنځ دوام ومومي.
د افغانستان کرکټ بورډ د زرغون افغانستان یو ورځنۍ سیالۍ پیلوي

د افغانستان کرکټ بورډ د هېواد د ملي لوبغاړو ترمنځ د زرغون افغانستان په نامه نوې یو ورځنۍ سیالۍ پیلوي. دغه سیالۍ به د راتلونکې مې میاشتې په اتمه نېټه پیل شي چې د همدې میاشتې تر شلمې نېټې پورې به په خوست ولایت کې د درې لوبډلو ترمنځ دوام ومومي.

په دغه سیالیو کې درې ګډون کوونکې لوبډلې د میوند ساتونکي، پامیر لیجنډز او هندوکش سټرایکرز په نومونو نومول شوې دي، چې نومونه یې په ترتیب سره په هېواد کې د پامیر او هندوکش له لوړو څوکو او د کندهار په لویدیځ کې له میوند تاریخي سیمې څخه اخیستل شوي دي.

د دغو  سیالیو په ترڅ کې به هره لوبډله په لومړي پړاو کې دوه ځلې له نورو لوبډلو سره مخ شي او د ۱۲ ورځو په موده کې به یې ترمنځه ټولې ۷ سیالۍ وشي چې وروستۍ پایلوبه به یې د مې میاشتې په ۲۰مه نېټه تر سره شي.

په ګډون کوونکو درې واړو لوبډلو کې به د ملي لوبډلې ګڼ شمېر لوبغاړي ولوبېږي ترڅو راتلونکو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو ته ښه چمتو شي. دغه راز د هېواد ځوانو لوبغاړو ته به د لا پرمختګ او غوره لوبیزو فرصتونو برابرولو په موخه یو شمېر ځوان لوبغاړي هم په یادو لوبډلو کې ځای ولري چې د خپلو ملي لوبغاړو ترڅنګ به په دغو سیالیو کې ولوبېږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي مشر میرویس اشرف په دې اړه وايي: ((مونږ هڅه کوو چې په هېواد کې د کرکټ لوبې ته ډېره پراختیا ورکړو ځکه زموږ ولس له دغې لوبې سره ډېره مینه لري. په دغو یو ورځنیو سیالیو کې د تجربه لرونکو لوبغاړو سربېره ځوانو لوبغاړو ته هم ځای ورکړل شوی دی، چې پدې سره به د ځوانو لوبغاړو مهارتونه وده وکړي او هم به په سیمه کې د کرکټ لوبه پرمختګ وکړي. زه په خوست او اړونده ولایتونو کې د لوبې له مینه والو غوښتنه کوم چې د دې لوبو لیدلو ته راشي او خپل لوبغاړي له نږدې وهڅوي.))

ښاغلي اشرف دغه زار زیاته کړه چې د ملي لوبډله په راتلونکي کې مهمې سیالۍ لري او دغه ټورنمنټ به یادو سیالیو ته د چمتووالي ښه فرصت دی.

د کرکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان وايي چې دغو سیالیو ته یې د زرغون افغانستان نوم ځکه ورکړی، چې د سرسبزه افغانستان او طبیعي ښکلاوې یې نندارې ته وړاندې شي. موږ په خوست او نږدې ولایتونو کې د کرکټ له مینه والو هیله کوو چې د اختر خوښۍ له خپلو ملي اتلانو سره یو ځای ونمانځي، لوبغالي ته راشي او خپلې ملي لوبغاړي وهڅوي.

د یادونې وړ ده چې د کورني کرکټ په جوړښت کې د زونونو په کچه لېست اې او د وزیر محمد اکبر خان ولایتي یو ورځنۍ سیالۍ له وړاندې ځای لري، په کورني کرکټ کې د دې سترو لوبو شاملول به په کورني کرکټ کې لا زیاته تنوع رامنځته کړي چې ورسره به د کورنیو یو ورځنیو سیالیو او په ټوله کې د کورني کرکټ کیفیت نور هم لوړ شي.