افغان کرکټ بورډ د یو لړ بندیزونو سربېره له دریو ملي لوبغاړو د مرکزي قرارداد امتیاز واخیست

افغانستان کرکټ بورډ، له دریو لوبغاړو هر یوه فضل الحق فاروقي، نوین الحق او مجیب الرحمن د یوه کال لپاره د ملي لوبډلې د مرکزي قرارداد د اخیستو او همدارنګه د دوو کلونو لپاره په بهرنیو سوداګریزو لیګونو کې د ګډون اجازې یا NOC د نه ورکولو پرېکړه وکړه.
افغان کرکټ بورډ د یو لړ بندیزونو سربېره له دریو ملي لوبغاړو د مرکزي قرارداد امتیاز واخیست

افغانستان کرکټ بورډ، د یادو لوبغاړو له لوري د مرکزي قرارداد له لاسلیکولو څخه د ډډې کولو په پایله کې چې د ادارې او ملي ګټو خلاف عمل دی؛ دغه پرېکړه کړې ده.

د یادونې وړ ده چې د یادو لوبغاړو له لوري د مرکزي قرارداد پر نه لاسلیکولو د ټينګار لامل په سوداګریزو لیګونو کې ګډون وو، چې د دوی شخصي ګټې تامینوي، او د افغانستان په استازیتوب لوبو څخه چې ملي مسوولیت او د ملي ګټو تامینونکی فعالیت بلل کېږي؛ د ځان اېستلو هڅه ده چې پر همدې بنسټ افغانستان کرکټ بورډ غوره وبلله، ترڅو د یادو لوبغاړو پر وړاندې دغه انضباطي پرېکړه وکړي.

د دغو لوبغاړو د قضیې لپاره د غوره شوې کمېتې یو غړی وایي: ((فضل الحق فاروقي، مجیب الرحمن او نوین الحق د برېښنالیکونو له لارې کرکټ بورډ ته خبر ورکړی، چې د راتلونکي زېږديز کال له پیل وروسته له مرکزي قرارداد څخه وځي او دغه راز باید د ملي لوبډلې په راتلونکو ټولو لوبلړیو کې له دوی سره مشوره وشي چې ایا په لوبو کې ګډون کوي او که نه...؟)

پر همدې بنسټ د یادې ستونزې او قضيې د هواري په موخه افغانستان کرکټ بورډ یوې باصلاحیته کمېټې ته دنده وسپارله، ترڅو د یادو لوبغاړو دغه غوښتنې وارزوي او په دې تړاو خپلې سپارښتنې د ادارې له مشرتابه سره شریکې کړي چې یادې کمېټې هم نن له هر اړخیزو څېړنو وروسته خپله پرېکړه اعلان کړه چې مهم موارد یې په لاندې ډول دي:

  • لومړی: د یوه کال مودې لپاره به دوی ته مرکزي قرارداد نه ورکول کېږي، خو که چېرې ادارې په لوبو کې د دوی شتون ته اړتیا ولیده نو غور به پرې کوي چې ایا د لوبې برخه وګرځول شي او که نه.
  • دویم- د راتلونکو دوو کلونو لپاره به دوی ته په بهرنیو لیګونو کې د ګډون لپاره هیڅ ډول اجازه یا NOC نه ورکول کېږي او اوسنۍ صادر شوي اجازت لیکونه یا NOCs به هم لغوه ګڼل کېږي.
  • دریم- افغانستان کرکټ بورډ به خپله یاده پرېکړه د کرکټ نړیوالې شورا، کرکټ اسیايي شورا، نورو کرکټ بورډونو او ښکېلو اړخونو سره شریکوي، ترڅو په یادو لوبغاړو دغه پرېکړې په جدي ډول عملي شي.

باید وویل شي چې افغانستان کرکټ بورډ دغه پرېکړه ملي ګټو ته په پام سره کوي، ځکه د ادارې د اصولو او ټولو قوانینو پر بنسټ باید ملي ګټې لومړيتوب واوسي او شخصي ګټو ته پرې هیڅوک لومړیتوب ورنکړي.