فرهان یوسفزی: «د کرونا له ننګونو سربېره مونږ سم لور ته روان یو»

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي فرهان یوسفزي نن د یوې خبري ناستې په لړ کې د خپلو تېرو دوه کلونو لاسته راوړنې او راتلونکي پلانونه له رسنیو سره شریک کړل؛ ښاغلي یوسفزي څرګنده کړه چې که څه هم د تېر کال را په دېخوا د کرونا ویروس له ننګونو سره مخ وو، خو بیا هم  اداره سم لور ته روانه ده.
فرهان یوسفزی: «د کرونا له ننګونو سربېره مونږ سم لور ته روان یو»

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي فرهان یوسفزي نن د یوې خبري ناستې په لړ کې د خپلو تېرو دوه کلونو لاسته راوړنې او راتلونکي پلانونه له رسنیو سره شریک کړل؛ ښاغلي یوسفزي څرګنده کړه چې که څه هم د تېر کال را په دېخوا د کرونا ویروس له ننګونو سره مخ وو، خو بیا هم  اداره سم لور ته روانه ده.

ښاغلي یوسفزي د خپل ماموریت په لړ کې د ملي لوبغاړو ترمنځ د یووالي په زیاتوالي، د کورني کرکټ پیاوړتیا، په سوداګریزو لوبو کې د افغان لوبغاړو د پام وړ لاسته راوړنې، د کابل په الوخېلو سیمه کې د کرکټ لوبغالي لپاره د ولسمشر د حکم په اساس د ۱۰۰ جریبه ځمکې اخیستل، په اداره کې د فساد له منځه وړلو ترڅنګ په شارجه کې د شارجه کرکټ کونسل سره د هوکړې له مخې هلته د کرکټ لوبغالي او ځانګړي دفتر نیول خپلې لاسته راوړنې یادې کړې.

د کرکټ بورډ عمومي رییس په اداره کې د مالي ستونزو خبرې رد کړې او په تعقیب یې وویل چې په نږدې راتلونکې کې به د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د دغه ادارې په مالي برخه کې ۶۰ سلنه زیاتوالی راشي، د افغانستان د شل اوریزه غوره لیګ قضیه یې د افغانستان کرکټ بورډ په ګټه یاده کړه او د کرونا د ناروغۍ او یا نورو اټکلي ستونزو د نه شتون په صورت کې یې د راتلونکي کال فیبرورۍ میاشت کې د یاد لیګ د دویم پړاو ترسره کولو ته اشاره وکړه. 

عمومي رییس په نړۍ کې د کرونا اغېز ته په اشارې وویل او زیاته یې کړه چې له ټولو ننګونو سره بیا هم د افغانستان کرکټ بورډ وتوانېد چې ځینې سیالۍ ترسره کړي. نوموړي زیاته کړه: «مونږ پلان درلود چې د روان کال جولای میاشت کې د شپږیزه کرکټ لیګ اتم پړاو ترسره کړو؛ مګر د کرونا د دریمې څپې په راتګ سره د کال اخر ته وځنډېد او د عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ به د شپږیزې اتم پړاو ترسره کړو »

نوموړي د افغانستان کرکټ بورډ نړیوالو پروګرامونو ته په ټینګار سره وویل چې اوس ټول پام د کرکټ نړیوالې شورا د غوره لیګ سیالیو  په ترڅ کې د پاکستان  پر وړاندې او همدارنګه د کال په وروستیو کې شل اوریزه نړیوال جام لوبو ته د ملي لوبډلې چمتووالی دی. ښاغلي یوسفزي همدا راز په کولمبو کې د افغانستان له سفیر څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د سریلانکا سره د یو لړ لوبو د برابرولو لپاره خبرې روانې دي.

 د کرکټ بورډ عمومي رییس د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې زه د ملي لوبډلې له بهرنیو روزونکو منندوی یم چې د نا مناسب امنیتي وضیعت سربېره په هېواد کې دننه له ملي لوبډلې سره په روزنه بوخت دي، د دې ترڅنګ نوموړي د ادارې په سیستماتیک کېدو او عصري کېدو ټینګار وکړ.

 د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي فرهان یوسفزي د خبري ناستې په پای کې وویل چې دا اداره د کرونا او نورو ننګونو سربېره سم لور ته روانه ده؛ نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله راتلونکو سیالیو ته پوره چمتووالی لري او په نړیوالو لوبو کې به بریاوې ترلاسه کړي.