د ایرلنډ پر وړاندې راتلونکې لوبلړۍ لپاره د لوبغالي حقوق افغان ملي بانک ته ورکړل شول

د افغانستان کرکټ بورډ د ایرلنډ پر وړاندې د راتلونکې بشپړې لوبلړۍ سیالیو لپاره په لوبغالي کې د اعلاناتو حقوق افغان ملي بانک ته ورکړل. د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د روانې فبروري میاشتې په ۲۸مه نېټه پیل شي چې د راتلونکې مارچ میاشتې تر ۱۸مې نېټې پورې به په متحده عربي اماراتو کې دوام ومومي.

دغه هوکړه لیک نن سهار د افغانستان کرکټ بورډ د اجراییوي رییس ښاغلي نصیب خان او د افغان ملي بانک له اجراییوي رییس ښاغلي شاکر جلالي ترمنځ د افغانستان کرکټ بورډ په مرکزي دفتر کې لاسلیک شو. ښاغلي نصیب خان په همدې تړاو جوړه شوې ناسته کې خپله خوښي څرګنده کړه چې د راتلونکو سیالیو لپاره له بانکي سکتور هم یو غوره همکار او مخکښ ملي شرکت سره هوکړې ته رسېږي. نوموړي زیاته کړه چې له افغان ملي بانک سره ګډ کار ته په نېک نظر ګوري او هڅه کوي چې دغې همکارۍ ته په راتلونکي کې هم دوام ورکړي. 

دغه راز د افغان ملي بانک اجراییوي رییس ښاغلي شاکر جلالي هم خوښي څرګنده کړه چې له افغانستان کرکټ بورډ سره ملګرتیا پیلوي. نوموړي وویل ((دا زموږ لپاره یو ښه پیل دی. موږ پلان لرو او هڅه کوو چې له افغانستان کرکټ بورډ او افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړو او د اوږدمهال لپاره ورسره ګډ کار وکړو.))

د یادونې وړ ده چې د افغان ملي بانک سربېره د سوپرکولا څښاک تولیدي کمپنیو ګروپ او اتصالات افغانستان مخابراتي شرکت هم د ایرلنډ پر وړاندې راتلونکو سیالیو لپاره د افغان لوبډلې د مالي ملاتړ حقوق خپل کړي چې له مخې به یې د یادو سیالیو پر مهال له افغانستان کرکټ بورډ سره خپلو ګډو همکاریو ته دوام ورکوي.