د ملي لوبډلې د مشر روزونکي جانتن ټراټ قرارداد وغځول شو

افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې له مشر روزونکي جانتن ټراټ سره د ۲۰۲۵ زېږدیز کال لپاره قرارداد وغځاوه. جانتن ټراټ چې د انګلستان ملي لوبډلې پخوانی پیاوړی توپوهونکی دی، د لومړي ځل لپاره په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې د افغانستان ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه وټاکل شو چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د ملي لوبډلې سره مل دی چې د لوبډلې په بریاو کې یې د افغانستان کرکټ لپاره اغېزناک رول درلود.

په تېرو دوو کلونو کې افغان ملي لوبډلې بې سارې لاسته راوړنې درلودې چې نوموړی هم په دې بریاو کې د ملي لوبډلې سره مل وو، په ځانګړي ډول د ۲۰۲۳ کال پنځوس اوریز نړیوال جام کې چې افغان لوبډلې پکې د انګلستان، پاکستان، سریلانکا او نیدرلنډ په څېر لوبډلو ته سترې ماتې ورکړې او شپږم مقام یې ترلاسه کړ؛ همدارنګه یې په ۸ غوره لوبډلو کې د راتلو پر مټ یې وکولی شول چې د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۵ کال اتلانو جام ته لار ومومي او ۲۰۲۴ کال ۲۰ اوریز نړیوال جام چې افغان لوبډلېه پکې ۵ لوبې وګټلې او د نیوزیلنډ، اسټرالیا او بنګله دېش په څېر هېوادونو ته د ماتې ورکولو پر مټ د لومړي ځل لپاره د کرکټ نړیوالې شورا په یاده بڼه کې تر نیمه پایلوبې ورسېده.

پر همدې بنسټ د افغانستان کرکټ بورډ له نوموړي سره د راتلونکي میلادي کال (۲۰۲۵) لپاره قرارداد غځوي او هیله لري چې نوموړی به لا ډېرې هلې ځلې کوي ترڅو د افغانستان کرکټ د بریا لوړو څوکو ته ورسوي.

د زمبابوې پر وړاندې سیالیو په لړ کې به هم جانتن ټراټ په پنځوس اوریزه لوبلړۍ کې د مشر روزونکي چارې مخته یوسي په داسې حال کې چې د شخصي ستونزو له امله به په نورو لړیو کې شتون ونلري چې پر ځای به یې حمید حسن د مشر روزونکي او نوروز منګل د مرستیال روزونکي چارې مخته یوسي.