د سوپرکولا څښاک تولیدي کمپنیو ګروپ سره د یو بل کال لپاره هم د همکار مالي ملاتړي تړون وغځول شو

د افغانستان کرکټ بورډ او د سوپرکولا څښاک تولیدي کمپنیو ګروپ د مشرتابه ترمنځ د هوکړه لیک د لاسلیک له له مخې، سوپرکولا ملي شرکت د یوه بل کال لپاره هم له افغان ملي لوبډلې خپل مالي ملاتړ وغځاوه.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس ښاغلي نصیب خان په همدې تړاو جوړه شوې ناسته کې وویل، سوپرکولا ملي شرکت یو له هغو ملي شرکتونو دی چې افغانستان کرکټ بورډ ته یې په سختو ورځو کې لاس ورکړی دی او دا دی خپله ژمنتیا یې د یوه بل کال لپاره هم په ډاګه کړه.

دغه راز د سوپرکولا څښاک تولیدي کمپنیو اجراییوي رییس ښاغلي شهاب قناویزیان هم خوښي څرګنده کړه چې د یو بل کال لپاره هم د افغانستان کرکټ بورډ ملګرتیا کوي او په وینا یې، ملي لوبډله پر موږ ټولو حق لري چې باید ملاتړ یې وکړو، ځکه دوی تل د افغانستان غوره استازیتوب کړی دی او موږ ټولو ته یې ویاړونه رابخښلي دي.

د یادونې وړ ده چې د سوپرکولا څښاک تولیدي کمپنیو ګروپ سره په دې هوکړه لیک کې د هندوستان او متحده عربي اماراتو تېرې سیالۍ، د سریلانکا روانې سیالۍ، او د ایرلنډ، بنګله دېش او اسټرالیا پر وړاندې راتلونکې سیالۍ او دغه راز د کورني کرکټ د معلولینو سیالۍ شاملې دي.