افغان لوبډله متحده عربي اماراتو ته د درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو په موخه سفر کوي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د راتلونکې فبروري میاشتې په ترڅ کې د درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو په موخه متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي او د یاد هېواد پر وړاندې به د یادې میاشتې له ۱۶مې تر ۱۹مې نېټې درې نړیوالې شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي چې په همدې موخه نن د افغانستان کرکټ بورډ د یاد سفر د ځای او نېټو د اعلانولو ترڅنګ د تمریناتي کمپ لپاره ۲۳-کسیز نوملړ هم وټاکه.
افغان لوبډله متحده عربي اماراتو ته د درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو په موخه سفر کوي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د راتلونکې فبروري میاشتې په ترڅ کې د درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو په موخه متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي او د یاد هېواد پر وړاندې به د یادې میاشتې له ۱۶مې تر ۱۹مې نېټې درې نړیوالې شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي چې په همدې موخه نن د افغانستان کرکټ بورډ د یاد سفر د ځای او نېټو د اعلانولو ترڅنګ د تمریناتي کمپ لپاره ۲۳-کسیز نوملړ هم وټاکه.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د کوربه متحده عربي اماراتو لوبډلې پر وړاندې خپله لومړۍ سیالۍ د فبروري میاشتې په ۱۶مه نېټه د ابوظبۍ په کرکټ لوبغالي کې ترسره کړي، دغه راز به د دواړو لوبډلو ترمنځ دوه نورې سیالۍ د همدې میاشتې په ۱۸مه او ۱۹مه نېټه په همدې لوبغالي کې ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ د یادو سیالیو لپاره ۲۳ کسیز نوملړ ټاکلی دی چې ډېر شمېر ځوان لوبغاړي پکې شامل دي. په یادو لوبغاړو کې راشد خان لوبډلمشر، رحمن الله ګربز ویکټ ساتونکی، عبدالرحمن رحماني، افسر ځاځی، عظمت الله عمرزی، بلال سمیع، فرید احمد ملک، فضل الحق فاروقي،کریم جنت، ګلبدین نایب، حضرت الله ځاځی، ابراهیم ځدراڼ، مجیب الرحمن، نجیب الله ځدراڼ، ننګیال خروټی، نوین الحق، نجات مسعود، نور احمد، رحمت شاه، صدیق الله اتل، شاهد الله کمال، شرف الدین اشرف او ظاهر خان شامل دي.

یاد ۲۳ لوبغاړي به راتلونکې اونۍ د متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي چېرته چې به د کوربه لوبډلې پر وړاندې د سیالیو لپاره د غوره چمتووالي په موخه په ابوظبۍ کې یوه تمریناتي کمپ کې برخه واخلي چې له منځه به یې ۱۵-۱۷ لوبغاړي د یادو سیالیو لپاره وټاکل شي. د افغانستان کرکټ بورډ په دې هڅه کې دی چې د خپلو اوږدمهالو پلانونو له مخې یو شمېر ځوان لوبغاړي هم ملي لوبډلې ته وټاکي ترڅو په راتلونکي کې د شل اوریزو سیالیو لپاره یوه پیاوړې او متوازنه لوبډله ولري.

دغه سیالۍ د افغانستان او متحده عربي اماراتو د کرکټ بورډونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د تړون له مخې، چې څه موده وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شو، ترسره کېږي. د یاد تړون له مخې به د افغانستان کرکټ ملي لوبډله هر کال د متحده عربي امارتو پر وړاندې درې شل اوریزې نړیوالې سیالۍ ترسره کوي چې په بدل کې به یې د افغانستان کرکټ بورډ په یاد هېواد کې د لوبو د اجازې له فیسونو پرته د نورو لوبډلو کوربه توب کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس ښاغلی نصیب خان د متحده عربي اماراتو سره د تړون له مخې د لوبو په پیل خوښي څرګنده کړه او وايي: ((مونږ له عربي اماراتو سره د خپلو خبرو اترو په پایلو خوښ یو، دغه درې نړیوالې شل اوریزې سیالۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله تړون لومړی پړاو دی. د افغانستان کرکټ بورډ په راتلونکي کې هم له یاد هېواد سره د لا زیاتو غوره او مؤثره اړیکو لرلو ته لېواله دی.))

د یادونې وړ ده چې متحده عربي اماراتو ته د افغان لوبډلې دغه سفر به په روان کال کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لومړنی بهرنی سفر وي چې په راتلونکو څو میاشتو کې نړیوال جام او اسیا کپ په شمول د ګڼ شمېر نورو دوه اړخیزو سیالیو لپاره د لوبډلې او لوبغاړو په چمتووالي کې غوره رول لوبولی شي.