د افغانستان او بنګله دېش کرکټ بورډونو مشرتابه پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړې

د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه بنګله دېش هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د کرکټ بورډ له مشرانو سره د کرکټ په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې.
د افغانستان او بنګله دېش کرکټ بورډونو مشرتابه پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړې

د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه بنګله دېش هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د کرکټ بورډ له مشرانو سره د کرکټ په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې. دواړو خواوو د ځوان او ملي لوبډلو ترمنځ د دوه اړخیزو نړیوالو سیالیو د ترسره کولو او د لوبې په تخنیکي برخه کې د ګډو همکاریو په اړه خبرې وکړې چې یو په بل پسې په عملي بڼه خپله کړي.

 

په یاده ناسته کې د دواړو لوریو ترمنځ په دې بحث او هوکړه وشوه چې د افغانستان د ځوان (الف، ایمرجنګ او نولس کلن) ملي لوبډلو د کوربه توب او سیالیو لپاره به تل د بنګله دېش کرکټ بورډ تیار وي او افغان ځوان لوبډلو سره به سیالۍ ترسره کوي.

 

سربېره پر دې به د راتلونکي کال په ترڅ کې د راتلونکو سفرونو د پروګرام له بشپړېدو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو سیالیو بشپړې لوبلړۍ هم ترسره شي چې په ترتیب سره به د دواړو کرکټ بورډونو په کوربه توب ترسره کېږي.

 

دغه راز د بنګله دېش کرکټ بورډ له مشرانو سره په یاد هېواد کې د افغان لوبډلې د نړیوالو سیالیو د ترسره کولو او بهرنیو لوبډلو د کوربه توب خبرې هم وشوې چې په مناسب وخت کې به د افغان لوبډلې د نړیوالو سیالیو کوربه توب هم پکې پر غاړه ولري.

 

د دغو ناستو په پایله کې د افغانستان کرکټ بورډ مشرانو له خپلو سیالانو د یوه کامیابه سفر، په زړه پورې سیالیو د بشپړولو او افغان لوبډلې ته د غوره اسانتیاوو برابرولو له امله مننه وکړه او په راتلونکي کې یې په لا زیاتو دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ.