افغان اتلان د سریلانکا او ایرلېنډ پر وړاندې د کرکټ دریو واړو بڼو لوبلړۍ ترسره کوي

ملي لوبډله د روان کال فبروري میاشت کې سریلانکا ته د یوې ټېسټ، درې یو ورځنیو او درې شل اوریزو سیالیو په موخه سفر کوي. دغه راز به د همدې میاشتې له ۲۸مې نېټې د مارچ تر ۱۸مې پوري د یوې ټېسټ، درې یو ورځنیو او درې شل اوریزو سیالیو په موخه د ایرلېنډ لوبډلې کوربه توب وکړي.
افغان اتلان د سریلانکا او ایرلېنډ پر وړاندې د کرکټ دریو واړو بڼو لوبلړۍ ترسره کوي

ملي لوبډله د روان کال فبروري میاشت کې سریلانکا ته د یوې ټېسټ، درې یو ورځنیو او درې شل اوریزو سیالیو په موخه سفر کوي. دغه راز به د همدې میاشتې له ۲۸مې نېټې د مارچ تر ۱۸مې پوري د یوې ټېسټ، درې یو ورځنیو او درې شل اوریزو سیالیو په موخه د ایرلېنډ لوبډلې کوربه توب وکړي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په لومړي ځل له سریلانکا سره د کرکټ د دریو واړو بڼو اوږده لوبلړۍ ترسره کړي. یاده لوبلړۍ چې د سریلانکا له کرکټ بورډ سره د افغان کرکټ بورډ د مشرتابه په همغږۍ برابره شوي، له پلان سره سم به ټېسټ لوبه د فبروري میاشتې له ۲مې تر ۶مې نېټې د کولامبو په سینهالیس لوبغالي او د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ به د همدې میاشتې پر ۹مه، ۱۱مه او ۱۴مه د کولمبو په پرمډاسا لوبغالي کې ترسره شي. سربېره پر دې به د دریو نړیوالو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ هم د فبروري پر ۱۷مه، ۱۹مه او ۲۱مه نېټه د ډامبولا په نړیوال لوبغالي کې ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر ښاغلی میرویس اشرف د سریلانکا کرکټ بورډ له مشرتابه سره د ګټورو خبرو له امله خوښي څرګندوي چې له مخې یې د یوې ټېسټ او دریو شل اوریزو لوبو په دغه لوبلړۍ کې درې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې هم شاملي شوې. نوموړی په دې اړه وایي: (( په دغه لوبلړۍ کې د دریو یو ورځنیو سیالیو زیاتولو سره به دا یوه بشپړه لوبلړۍ شي چې په لومړي ځل یې سریلانکا سره ترسره کوو، ترڅنګ به یې د کرکټ په ډګر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پیاوړي شي. په سریلانکا کې د افغانستان لپاره لوبې یوه ننګونه ده، خو افغان اتلان یې اوسمهال په ښه ډول سره مدیریت کولی شي))

د سریلانکا له سفر وروسته به افغان کرکټ ملي لوبډله د فبروري میاشتې وروستیو کې په متحده عربي اماراتو کې د ایرلېنډ لوبډلې کوربه توب وکړي، چې له مخې به یې د فبروري له ۲۸مې د مارچ تر ۳مې نېټې  پورې یوازینۍ ټېسټ لوبه د ابوظبي په شیخ زاید لوبغالي کې ترسره کړي. همدارنګه به درې نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ په ترتیب سره د مارچ پر ۷مه، ۹مه او ۱۲مه او درې نړیوالې شل اوریزۍ لوبې د مارچ پر ۱۵مه، ۱۷مه او ۱۸مه نېټو په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

همدارنګه د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس ښاغلی نصیب خان د ایرلېنډۍ لوبډلې د کوربه توب په اړه خوښي څرګندوي او وایي په یادې لوبلړۍ سره به افغان لوبډله لا چمتو شي، ترڅو د کرکټ نړیوالې شورا په شل اوریز نړیوال جام کې چې روان کال جون میاشت کې د امریکا او ویسټ انډیز په کوربه توب ترسره کیږي، ښې پایلې ترلاسه کړي.

نوموړی زیاتوي: ((روان ۲۰۲۴م کال د افغان ملي لوبډلې لپاره یو خورا بوخت او د سیالیو ډک کال دی، چې دا د افغانستان د کرکټ لپاره غوره زېری دی. په راتلونکو لوبلړیو کې د هندوستان، سریلانکا او ایرلېنډ پر وړاندې لوبېدل به افغان لوبډله د راتلونکي شل اوریز نړیوال جام لپاره لا ډېر چمتو کړي.))

د یادونې وړ ده چې افغان کرکټ ملي لوبډله په داسي حال کې د هند، سریلانکا او ایرلېنډ سره لوبې کوي چې د کرکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو لوبو درجه بندۍ کې نهم او د شل اوریزو سیالیو په درجه بندۍ کې لسم ځایونه له ځان سره لري. 

باید وویل شي چې اتصالات افغانستان د سریلانکا په لوبلړۍ کې د افغان ملي لوبډلې د عمومي مالي ملاتړي او د افغانستان په کوربه توب د ایرلېنډ لوبډلې پر وړاندې لوبلړۍ کې د سیالیو د عنوان مالي ملاتړي حقوق له ځان سره لري.