ښاغلی یوسفزی: لومړی ځل دی چې اجراییه رییس د ازادې سیالۍ له لارې غوره کېږي

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر ښاغلي فرهان یوسفزي نن د ادارې له نوي اجراییه رییس ښاغلي رحمت الله قریشي او د اړوند څانګو له مدیرانو سره د ادارې پر چارو، لاسته راوړنو او ورسپارل شویو مسوولیتونو خبرې وکړې.
ښاغلی یوسفزی: لومړی ځل دی چې اجراییه رییس د ازادې سیالۍ له لارې غوره کېږي

د دغې اوونیزې ناستې په پیل کې ښاغلي یوسفزي د اداري نوي اجراییه رییس ښاغلي قریشي ته د دندې مبارکي او ښه راغلاست ووایه او خوښي یې څرګنده کړه چې د لومړي ځل لپاره د ادارې اجراییه ریاست ته د ازادې سیالۍ او وړتیا له مخې یو څوک لاره مومي.

ښاغلي یوسفزي وویل: ((د اجراییه ریاست مقام لپاره مو له یو شمېر غوره شویو کسانو سره مرکې وکړې چې له منځه یې ښاغلی قریشي د نورو نوماندانو په پرتله په کرکټ او ادارې ډېر پوه شخص و او باید ووایم چې په دغه لړۍ کې د بورډ غړو او د ادارې ځینو مسوولینو هم ګډون درلود او په بشپړه رڼه توګه پر مخ ولاړه.))

ښاغلي یوسفزي زیاته کړه، د ادارې د بریا لپاره پوره همغږي، د سیستم نوي کول، موخې او هداف ټاکل، له پروسو او پروژو بشپړه څارنه کول هغه څه دي چې د یوې ادارې په پرمختګ کې رغنده رول لوبوي چې په وینا یې، نوي اجراییه مشر ته په دغه ډګر کې د ډېرو لاسته راوړنو او بریاوو هیله کوي.

ورپسې د ادارې نوي اجراییه مشر ښاغلي قریشي هم خبرې وکړې. د ادارې له عمومي مشر ښاغلي یوسفزي او د بورډ له غړو یې مننه وکړه چې د یاد مسوولیت ترسره کولو لپاره یې پر نوموړي باور وکړ او په وینا یې: ((د ادارې پر لومړیتوبونو مې کار پیل کړی دی چې یو په بل پسې به ټولو ته عملي بڼه ورکوم او له هېوادوالو سره ژمنه کوم چې دغه ملي اداره به ډېر کم وخت کې د ډېرو لاسته راوړنو شاهده واوسي.))

ښاغلي قریشي زیاته کړه: ((پر ټولو پالیسیو به له سره کتنه کېږي، پروسیجرونه به ټول عملي کېږي، په اداره کې د بېړنیو او وروستۍ دقیقې پرېکړو پر ځای به سیستماتیک پلانونه موجود واوسي، عواید به د ډیجیټل سیستم ته اړوو، د لوبډلې لپاره د مالي ملاتړ کوونکي موضوع ډېره اړینه ده او همدارنګه له وړاندې د غوراوي سیستم رامنځته کول هم د ادارې لپاره یو ستر لومړیتوب دی چې د ادارې د عمومي مشر او مسوولینو په بشپړه همکارۍ او مرسته به یې ترسره کړم.))

سربېره پر دې د ادارې د اړوند څانګو مدیرانو هم یو په بل پسې د ورسپارل شویو مسوولیتونو په تړاو عمومي مشر ته معلومات ورکړل چې په ترڅ کې یې د لوبې پرمختیا څانګې مسوولینو، د کرکټ روزنځایونو ترمنځ له ۱۶ کلنو د کم عمره لوبغاړو د سیالیو د پیل او پای او همدارنګه د ۴۰ روزونکو لپاره د لومړۍ کچې (لېول ون) روزنیز ورکشاپ په تړاو معلومات وړاندې کړل.

دغه راز د انجنیرۍ څانګې هم د پکتیا، لوګر، بهسودو او له نورو کرکټ لوبغالو د څارنې معلومات وړاندې کړل چې په وینا یې، د ننګرهار د نجیب الله تره کي په کرکټ لوبغالي کې د شته ستونزو په تړاو یې د یاد ولایت له والي او اړوند ادارو سره ستونزې شریکې کړې چې ډېر ژر به هوارې شي.

د کورني کرکټ مسوولینو هم په ښه توګه د لېسټ اې سیالیو د ترسراوي په اړه له عمومي رییس سره معلومات شریک کړل چې په وینا یې په دغو سیالیو کې یې د تېر په پرتله درې ملیون افغانۍ سپما کړې او دغه راز یې د ۲۰۲۱ز کال د کورني کرکټ د عملياتي پروګرام او پلان په اړه معلومات شریک کړل.

پر دې سربېره د کرکټ عملیاتي څانګې هم په کابل کرکټ لوبغالي کې د شا وخوا ۳۰ لوبغاړو لپاره د تمریناتي کمپ، د ۲۰۲۱ز کال سیالیو او لوبلړیو لپاره د بودیجې ځانګړي کولو او بهرنیو روزونکو په اړه معلومات وړاندې کړل.

د ښځینه کرکټ څانګې مسوولې د ښځینه لوبغاړو ترمنځ د سیالیو او تمریناتي کمپ په تړاو معلومات وړاندې کړل چې په وینا یې، له ۴۰ انجونو یې ۲۵ تکړه لوبغاړې غوره کړې او د ادارې له اصولو سره سم به قراردادونه ورکړل شي.

د کرکټ بورډ د عمومي مشر ښاغلي یوسفزي د ټولو مواردو له اورېدو وروسته د اړوند څانګو له مدیرانو مننه وکړه او ویې ویل: (لاسته راوړنې مو ستایم، خو دوه ټکي چې ډېر اړین دي؛ یو یې د ښځینه کرکټ لوبډلې جوړول دي او بل یې هم د لوبغاړو لپاره د داسې ډېټابېس جوړول دی چې پر بنسټ یې باید د مختلفو سیالیو لپاره د ډسپلین، کارکردګی او فیزیکي جوړښت په اساس لوبغاړي غوره شي.)

دغه راز د ناستې په پای کې د ادارې د عمومي مشر ښاغلي یوسفزي له لوري د ټولو څانګو مدیرانو ته نوې سپارښتنې او مسوولیتونه هم وسپارل شول چې په وینا یې، په راتلونکو غونډو کې به یې ورسره تعقیب کړي.