د افغانستان کرکټ بورډ ته نوي غړي معرفي شول

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس او غړي ښاغلي عزیز الله فضلي د یوې خبري ناستې په ترڅ کې نوي غړي کرکټ بورډ ته معرفي کړل.
د افغانستان کرکټ بورډ ته نوي غړي معرفي شول

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس او غړي ښاغلي عزیز الله فضلي د یوې خبري ناستې په ترڅ کې نوي غړي کرکټ بورډ ته معرفي کړل. 

د کرکټ بورډ په نوو غړو کې ښاغلی سید جلال کریم، ښاغلی حاجي محبوب صدیقي، ښاغلی حاجي عبیدالله صدرخېل، ښاغلی عبدالرحمن الکوزی، ښاغلی حاجي نعمت الله، ښاغلی  محمد یونس مهمند او ښاغلی عزیزالله فضلي شامل دي.
ښاغلي فضلي زیاته کړه، کرکټ بورډ ۹ غړي لري او پاتې غړي به یې هم ډېر ژر معرفي شي.«دغه غړي د حکومت د رییس الوزراء له لوري ټاکل شوي دي.»
ښاغلي فضلي په خپلو خبرو کې وویل،  ډېر ژر به ملي لوبډله په  راتلونکي شل اوریز نړیوال جام کې د ګډون په موخه متحده عربي اماراتو ته ولاړه شي.
نوموړي زیاته کړه، افغان لوبډله راتلونکي نړیوال جام ته پوره چمتووالی لري او د راتلونکې چهارشبنې پر ورځ به ملي لوبډله لومړی قطر او بیا متحده عربي اماراتو ته ولاړه شي.
ښاغلي فضلي پخپلو خبرو کې وویل، د نړیوال جام لپاره د ملي لوبډلې مالي ملاتړ (سپانسر) هم  د یوه افغان سوداګر له لوري د څلور نیم سوه زره امریکايي ډالرو په ارزښت تقریبآ په نهایی کېدو کې دی او ډېر ژر به یې قانوني او اصولي چارې بشپړې شي.
همداراز ښاغلي فضلي وویل، د ملي لوبډلې ځیني لوبغاړي اوسمهال په متحده عربي اماراتو کې دي او یو شمېر نور لوبغاړي د نیپال په سوداګریز لیګ کې بوخت دي، چې هغوی به هم ډېر ژر په متحده عربي اماراتو کې له ملي لوبډلې سره یو ځای شي.