د افغانستان د‌ ورزشي خبريالانو فدراسيون د ښاغلي فرهان يوسفزي‌ هڅې او لاسته راوړنې وستايلې

نن د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري د ورزشي خبریالانو د فدراسیون په څلورم کانګرس يا ناسته کې د ولایتونو او پلازمېنې ورزشي خبریالانو ته د کرکټ پوهاوي ورکشاپ هم ترسره شو.
د افغانستان د‌ ورزشي خبريالانو فدراسيون د ښاغلي فرهان يوسفزي‌ هڅې او لاسته راوړنې وستايلې

نن د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري د ورزشي خبریالانو د فدراسیون په څلورم کانګرس يا ناسته کې د ولایتونو او پلازمېنې ورزشي خبریالانو ته د کرکټ پوهاوي ورکشاپ هم ترسره شو.


له یاد ورکشاپ وړاندې د کانګرس په پیل کې د ورزشي خبریالانو د فدراسیون له لوري د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي فرهان یوسفزي ته د ښو کړنو او وروستیو لاسته راوړنو له امله تنديس ورکړل شو.


د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي فرهان یوسفزي او د رسنیو څانګې مسؤل ښاغلي حکمت حسن د کانګرس ګډونوالو ته ژمنه ورکړه چې د افغانستان کرکټ بورډ به همېشه د رسنیو سره د تل په څېر خپلو پراخو همکاریو ته دوام ورکوي.


ورزشي خبریالانو ته د کرکټ بورډ د ویاند ښاغلي فرید هوتک له لوري د ورکشاپ په لړ کې د افغانستان او د نړۍ د کرکټ د تاریخچې لنډو معلوماتو شریکولو ترڅنګ د کرکټ د رسنیز کورني او نړیوالو اصولو او مقرراتو په اړه بشپړ معلومات ورکړل شول .


همدا راز په یاد ورکشاپ کې خبریالانو ته د کرکټ بورډ پر اداري جوړښت، د کارکوونکو ګمارنه، د لوبغاړو غوراوی، رسنیو سره د معلوماتو شریکولو او همکاریو، د راډیو او ټلویزیون کمنټېټري کول، د کورني کرکټ په برنامو، لوبغاړو سره د مرکو کولو په شرایطو، د هېواد د کرکټ په اوسني وضعیت، د کرکټ په خبر جوړولو، رسنیو کې د کرکټ لوبو ته د پوښښ ورکولو، د هېواد د کرکټ بورډ سره د رسنیو د همکارۍ په اهمیت، د یوې موضوع په اړه د خبر جوړولو د ژورنالستانو په تحقیق، په نړیوال کرکټ کې د ژورنالستانو د ګډون او یو شمېر نورو مهمو او اړینو موضوعاتو معلومات ورکړل شول.


د ویلو ده، چې د کرکټ ورکشاپ په لړ کې د افغانستان کرکټ بورډ مسؤلینو د هر خبریال پوښتنې په ورین تندي ځواب کړې. د پروګرام په پای کې د افغانستان  ورزشي خبریالانو او د ورزشي خبریالانو د فدراسیون مشر ښاغلي خوشحال تايب د افغانستان کرکټ بورډ څخه مننه وکړه چې د ورزشي خبریالانو لپاره یې ګټور او اړین ورکشاپ ترسره کړ.