ښاغلي اشرف تېره اونۍ د قطر کرکټ له مشر سره ناسته وکړه

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي میرویس اشرف تېره اونۍ د قطر کرکټ له مشر شیخ عبدالعزیز بن سعود آل ثاني سره ناسته وکړه او دواړو لوریو د کرکټ په تړاو دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړې.

په لومړي سر کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي میرویس اشرف د قطر له کرکټ ادارې څخه مننه وکړه، چې د نېدرلنډ پر وړاندې لوبو کې یې له افغان کرکټ بورډ سره هر ډول همکاري وکړه، په وخت یې وېزې ورکړې او په قطر کې یې د کرکټ لوبغالی د افغان کرکټ بورډ په واک کې ورکړ.

ښاغلي میرویس اشرف هیله وښوده چې د قطر کرکټ اداره دې افغان لوبډلې ته په راتلونکي کې د کوربه توب، ويزو او تمریناتي کمپونو په برابرولو او نورو اړوند اسانتیاو برابرلو کې لا ډېره مرسته وکړي او خپله همکاري دې له افغان کرکټ بورډ سره روانه وساتي.

شیخ عبدالعزیز بن سعود آل ثاني خوښي وښوده، چې په لومړي ځل په قطر کې نړیوال کرکټ یو ورځنۍ لوبې وشوې او  د افغانستان کرکټ بورډ  مشر ته یې ډاډ ورکړ، چې هېواد یې چمتو دی د افغان لوبډلې لپاره په بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړې او د افغان لوبډلې کوربه توب په دغه هېواد کې وکړي.

دغه راز د قطر کرکټ مشر د افغان کرکټ عمومي مشر ته د لوبغاړو د ويزو د غځولو او نورو اسانتياو برابرولو ژمنه ورکړه چې ښاغلي ميرويس ترې مننه وکړه او د افغان کرکټ له لوري ورسره په تخنيکي ډګر کې د همکارۍ ژمنه وشوه.