يوسفزی: له ولسمشر مو هيله کړې، راشدخان پر ستر مډال ونازوي
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 29 Dec 2020
ښاغلي یوسفزي په دې تړاو وویل: ((کله چې له نن یو نیم کال وړاندې د کرکټ ادارې ته د عمومي رییس په توګه راغلم نو راشدخان د ملي لوبډلې لوبډلمشر و، خو د مشورو او سپارښتنو په پایلو کې مو نوموړی بیرته د ملي لوبغاړي په توګه وساته.))
ښاغلي یوسفزي زیاته کړه: ((د دې کار یوازېنۍ موخه دا وه ترڅو زموږ دغه ستر ستوری د افغانستان لپاره پر خپلو ویاړونو ګټلو او د افغان ولس پر خوشحاله ساتلو تمرکز وکړي چې په لوبډلمشرۍ کې یې خپل تمرکز او هغه استثنایي وړتیا چې نوموړی یې لري؛ له لاسه ورکوله.))
باید وویل شي چې راشدخان وړمه ورځ د کرکټ نړیوالې شورا د ځانګړې لوبډلې په نوملړ کې ځای خپل کړ او ورپسې یې پرون د یادې شورا د شل اوریزو سیالیو د وروستۍ لسیزې د غوره لوبغاړي ویاړ هم ترلاسه کړ.
د یادولو ده چې افغانستان کرکټ بورډ به هم ډېر ژر د ملي اتل د یادو ویاړونو او سترو لاسته راوړنو په موخه د خوښۍ جشن ونمانځي او په ترڅ کې به یې هېوادوالو او د کرکټ مینه والو ته ځانګړې مبارکي وړاندې کړي.