د افغانستان کرکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ عمومي رییس فرهان یوسفزي ملي لوبغاړي وهڅول

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس فرهان یوسفزي نن ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې اوس مهال په متحده عربي اماراتو کې په رسمي سفر بوخت دي، په انلاین بڼه خبرې وکړې او بریا ته یې وهڅول.

ښاغلي یوسفزي د ملي لوبډلې لوبغاړو د وروستیو هڅو د تشویق او ملاتړ ترڅنګ خپلو خبرو کې وویل: "تاسې اتلان یاست چې د هېواد درې رنګه بېرغ چې زموږ ملي هویت او ویاړ دی؛ تل لوړ ساتلی او همیشه مو د هېوادوالو پر شونډو خوشحالي او مسکا راوستې ده."

ښاغلي یوسفزي همدا راز وویل " ګټل او بایلل د لوبې برخه ده او د کرکټ د نړۍ نورې لوبډلې هم سخت او اسانه حالت سره مخ شوې دي. هغه زیاته کړه، د خوښۍ ځای دی چې د افغانستان کرکټ ملي لوبغاړو ترمنځ لا ‌‌‌‌‌‌ډېر اتفاق، یووالی او د هېواد لپاره ژمنتیا ګورم؛ چې همدا به زمونږ د پرمختګ او بریالیتوب سبب ګرځي".

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي ريیس خپلو خبرو کې د ملي لوبډلې له ټولو لوبغاړو خپل ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل "هغه لوبغاړي چې دغه سیالیو کې ښه وځلېږي، هغوی سره به معنوي او مادي مرستې وشي" او له لوبغاړو یې وغوښتل چې په راتلونکو لوبو کې د بریا لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

نوموړي همدا راز ټینګار وکړ چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ټېسټ لوبو بڼه کې ډېرې لوبې نه دي ترسره کړي او راتلونکې کې به هڅه وکړي چې د ملي لوبډلې لپاره د ټېسټ نورې لوبې هم برابرې کړي، تر څو افغان لوبغاړي د ټېسټ لوبو کافي تجربه ترلاسه کړي.