ښاغلي یوسفزي د ملي لوبډلې له لوبغاړو سره ناسته وکړه

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي فرهان یوسفزي نن د ملي لوبډلې له لوبغاړو سره ناسته وکړه چې په یاده ناسته کې د لوبغاړو سربېره د دغې ادارې اجراییه رییس او غوراوي کمېټې مشر او د کرکټ ډایریکټر هم شتون درلود. په دغه ناسته کې ښاغلي یوسفزي یو ځل بیا پر خپلو موخو ټینګار وکړ او لوبغاړو ته یې په خپلو څرګندونو کې وویل، څو ټول لوبغاړي باید د روان کال د اسیا جام او شل اوریزو نړیوال جام سیالیو ته بشپړ چمتووالی ونیسي او په وینا یې له لوبغاړو سره ټولې شوې ژمنې به عملي جامه خپله کړي.
ښاغلي یوسفزي د ملي لوبډلې له لوبغاړو سره ناسته وکړه

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي فرهان یوسفزي نن د ملي لوبډلې له لوبغاړو سره ناسته وکړه چې په یاده ناسته کې د لوبغاړو سربېره د دغې ادارې اجراییه رییس او غوراوي کمېټې مشر او د کرکټ ډایریکټر هم شتون درلود.

په دغه ناسته کې ښاغلي یوسفزي یو ځل بیا پر خپلو موخو ټینګار وکړ او لوبغاړو ته یې په خپلو څرګندونو کې وویل، څو ټول لوبغاړي باید د روان کال د اسیا جام او شل اوریزو نړیوال جام سیالیو ته بشپړ چمتووالی ونیسي او په وینا یې له لوبغاړو سره ټولې شوې ژمنې به عملي جامه خپله کړي.

ښاغلي یوسفزي همدارنګه وویل: ((زه په دې ډاډه یم چې تاسو به راتلونکی اسیا جام د افغانستان په نوم ثبتوئ، ځکه تاسو د دغه کار وړتیا لرئ او همدارنګه له تاسو ټولو هیله لرم چې د غوراوي کمېټې پرېکړو ته بشپړ درناوی ولرئ. که چېرې هم کومه ستونزه راولاړیږي نو د غوراوي کمېټې له مسوول، اجراییوي رییس او یا دې هم پخپله له ماسره شریکه شي، ستاسو هره ستونزه به حلیږي.))

ښاغلي یوسفزي دغه راز په خپلو خبرو کې یادونه وکړه: ((تاسو د افغانستان لپاره ډېرې خوارئ کړې، افغانستان ته مو ډېر ویاړونه راوړي، ډېرې لوږې او تندې مو تېرې کړې او په بدل کې دا دی موږ هم ژمن یو چې ستاسو هرې خوارۍ ته په درنه سترګه وکتل شي او زه د دغې ادارې د مشر په توګه د زړه له تله درنه مننه کوم.))


نوموړي د مشر لوبغاړو پر راتلونکي هم خبرې وکړې او په وینا یې، ځینې مشر لوبغاړي کولی شي د خپل راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي، ځکه د کرکټ سربېره ځينې نورې اداري برخې هم دوی ته اړتیا لري او هیله ده دوی دغه تشې  ډکې کړي، ځکه لوبغاړي په دې ښه پوهېږي چې باید دوی په کرکټ کې نور څومره پاتې شي.
ښاغلي یوسفزي په همدې تړاو وویل: ((ژوند ځینې مراتب لري چې باید ترې پند واخلو او په یوه غوره وخت کې تصمیم ونیسو او مسوولیتونه د المپیک د څراغ په څېر یې یوه بل ته ولېږدو او یو بل ته تېر شو څو دغه کار دوام پیدا کړي او په یوه غوره فرهنګ بدل شي، که چېرې غواړو روښانه راتلونکی ولرو نو باید ځینې سختې پرېکړې هم وکړو او که احیاناً داسې نه کوو نو شاته پاتې کېږو، ځکه زه غواړم له تاسو په نورو ډېرو اړینو برخو کې هم ګټه واخلم او هر  ډول اسانتیاوې به درته رامنځته کړم، ځکه د بهرنیانو ځای باید په خپله تاسو ډک کړئ.))
ښاغلي فرهان وویل: ((له تېر نړیوال جام لوبو خلک ډېر ناهیلي شوي، خو تاسو باید په راتلونکو جامونو کې د خلکو زړونه خپل کړئ او په بشپړې جذبې سره سترو لوبډلو ته ماتې ورکړئ او دا درڅخه هیله لرم چې د غوراوي کمېټې پرېکړو ته همېشه درناوی ولرئ، له هغه پرته به هر لوبغاړی له هر ډول مراعات پرته له اصولي چلند سره مخ شي، خو ستاسو هر موجه دلیل ته هم بشپړ درناوی لرو.))

همدارنګه د غوراوي کمېټې مشر او کرکټ ډایریکټر ښاغلي انډي مولز هم په دغه ناسته کې د خپلو خبرو پر مهال وویل، د ایرلنډ پر وړاندې راتلونکو شل اوریزو لوبو ته ۱۵ لوبغاړي غوره کېږي چې له یادو لوبو وروسته به پنځه نور لوبغاړي هم نوملړ ته وراضافه شي، څو راتلونکو جامونو ته بشپړ چمتووالی ونیول شي، ترڅو همدا لوبغاړي هم په لوبډله کې ځای پر ځای شي.

همدارنګه د افغانستان کرکټ بورډ اجراییه رییس لطف الله ستانکزي هم په دغه ناسته کې لوبغاړو ته څرګندونې وکړې او ویې ویل: ((هغه لوبغاړي چې سږ کال له ملي لوبډلې پاتې کېږي نو په الف او ایمرجېنګ لوبډلو کې به ترې ګټه اخیستل کېږي او هغه لوبغاړي چې د ادارې قرارداد له ځانه سره لري نو کورني کرکټ ته هم باید وخت ورکړي او خپلې نړیوالې تجربې له کورنیو او داخلي لوبغاړو سره هم شریکې کړي چې ورسره به د کورني کرکټ کیفیت ډېر لوړ شي.))

نوموړي هم دغه راز وویل، ځینو ناندریو افغان کرکټ ته ډېر زیان اړولی او د مالي ملاتړ په ګډون یې پر ځینو نورو چارو هم منفي اغېز پرېباسلی دی، خو په وینا یې اوس هر څه په ښه توګه روان دي او د پلانونو له مخې به نور هم پرمختګ وکړي.

هغه دغه راز وویل، د هر زون لپاره روزونکي او مرستیال روزونکي ټاکل شوي او ټول لوبغاړي باید په خپلو زونونو کې په شته امکاناتو خپل تمرینات ترسره کړي او همدارنګه به د ټولو لوبغاړو لپاره د کابل سرپټې اکاډمي پر لا ډېرو اړینو اسانتیاو او امکاناتو سمبال شي.

په پای کې همدارنګه یو شمېر لوبغاړو هم له عمومي رییس سره ځينې غوښتنې شریکې کړي چې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر ښاغلي یوسفزي د دوی هر ډول ستونزو ته د لاسرسي ژمنه وکړه او له دوی یې وغوښتل، څو د نن په څېر همېشه خپلې ستونزې شریکې کړي.