د افغانستان کرکټ بورډ او د ابوظبي د ورزشي شورا د مشرتابه ترمنځ ناسته ترسره شوه
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 15 Dec 2024
د افغانستان کرکټ بورډ د اجراییوي رییس ښاغلي نصیب خان او د متحده عربي اماراتو د ابوظبي د ورزشونو شورا د عمومي سرمنشي ښاغلي عارف حمد العوانی ترمنځ د روانې دسمبر میاشتې په ۱۲مه نېټه ناسته ترسره شوه چې پکې د کرکټ په ډګر کې پر دوه اړخیزو همکاریو، په سیمه کې د کرکټ د لا پراختیا او ودې او دغه راز په افغانستان کې د کرکټ په ډګر کې د رغنیزو چارو پر ترسراوي خبرې اترې وشوې.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي مشر د ابوظبي د ورزشونو شورا له عمومي سرمنشي مننه وکړه چې له افغان کرکټ بورډ سره یې په بېلابېلو ډګرونو کې د همکارۍ ژمنې وکړې چې له شک پرته دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورزش په ډګر کې لا ډېرو همکاریو ته زمینه برابره کړي.
په دغه ناسته کې د افغانستان کرکټ بورډ د اجراییوي مشر ښاغلي نصیب خان له لوري په هېواد کې د نجیب الله تره کي، خوست کرکټ لوبغالي، کندز او کابل کرکټ لوبغالو د رغنیزو چارو او په یادو کرکټ لوبغالو کې د لا ډېرو اسانتیاو رامنځته کولو او همدارنګه د افغان کرکټ په پراختیا کې د یاد هېواد د همکارۍ غوښتنه وشوه.
سربېره پر دې ښاغلي نصیب خان له ښاغلي عارف حمد العواني د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د لوبلړیو د کوربه توب او ترسراوي پر مهال په عملیاتي چارو کې، متحده عربي اماراتو کې افغان کرکټ بورډ ته د یوه دفتر د ورکړې، لوبغاړو او د ادارې کارکوونکو ته د ویزو د ورکړې او ورته نورو ډګرونو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د یادو غوښتنو په ځواب کې د متحده عربي اماراتو د ابوظبي د ورزشونو شورا عمومي سرمنشي ښاغلي عارف حمد العواني د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او په وینا یې، په دې اړه به دواړه لوري د همکارۍ تړونونه هم لاسلیک کړي چې د لومړيو او مقدماتي خبرو وروسته به عملي بڼه خپله کړي.
سربېره پر دې ښاغلي العواني زیاته کړه، په افغانستان کې کرکټ هغه لوبه ده چې ډېری افغانانو ته یې خوشحالي او خوښۍ ورکړې دي، پر همدې بنسټ متحده عربي امارات لېواله دي چې د نورو ډګرونو ترڅنګ په ورزشي ډګر کې هم له افغانستان سره هر ډول مرستې او همکارۍ وکړي.
د یادونې وړ ده چې افغانستان کرکټ بورډ به ډېر ژر د یادو پروژو د څرنګوالي، عملي کولو او پیل په تړاو د ابوظبي د ورزشونو شورا له مشرتابه سره خپل غوښتنلیکونه شریک کړي.