افغانستان کرکټ بورډ د ټیسټ لوبې لومړنۍ بریا ونمانځله

افغانستان کرکټ بورډ نن ماښام سېرينا هوټل کې له ایرلنډ څخه د ټیسټ لوبې د ګټلو په پار نمانځغونډه رابللې وه چې پکې د کرکټ بورډ مشرتابه، ملي لوبغاړو، دولتي چارواکو، د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو، د کرکټ د بورډ غړو، د سوداګریزو کمپنیو مسولينو او ګڼو کسانو ګډون کړی و.
افغانستان کرکټ بورډ د ټیسټ لوبې لومړنۍ بریا ونمانځله

افغانستان کرکټ بورډ نن ماښام سېرينا هوټل کې له ایرلنډ څخه د ټیسټ لوبې د ګټلو په پار نمانځغونډه رابللې وه چې پکې د کرکټ بورډ مشرتابه، ملي لوبغاړو، دولتي چارواکو، د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو، د کرکټ د بورډ غړو، د سوداګریزو کمپنیو مسولينو او ګڼو کسانو ګډون کړی و.

د نمانځغونډې د پیل په خبرو کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس عزیز الله فضلي لومړی ټولو هېوادوالو ته د کرکټ ملي لوبډلې د ورستیو سترو لاسته راوړنو او لومړنۍ ټيسټ لوبې ګټلو له امله مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه چې کرکټ په نړۍ کې د افغانستان نوم په زرینو کرښو ثبت کړی دی.

ښاغلي فضلي زیاته کړه: (( څه کم دوه کاله وړاندې مو د کرکټ نړيوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ او بیا مو په ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې له هندوستان سره لومړنۍ ټیسټ لوبه وکړه چې پايله یې زموږ په ګټه نه وه، خو په یوه کال کې مو ملي لوبډله د دې جوګه کړه چې په خپل کوربه توب خپلې سیالې ایرلنډ لوبډلې ته ستره ماتې ورکړي. موږ په شل اوریزو سيالیو کې هم ایرلنډ ته تاريخي ماتې ورکړې، لوبډلې او لوبغاړو داسې ريکارډونه ثبت کړل چې تر ډيره وخته به د افغانستان په نوم پاتې شي.))

دغه راز ښاغلي فضلي وویل چې په ۲۰۱۹ زیږدیز کال کې کرکټ نړيوال جام چې د می میاشتې په ۳۰مه نېټه په انګلستان او ویلز کې پيليږي د افغانستان کرکټ بورډ ادارې لپاره تر ټولو ستر هدف دی چې دا ځل به ملي لوبډله پکې ښې لاسته راوړنې هم ولري.

همدارنګه عزیز الله فضلي وویل: ((کله چې کرکټ بورډ ادارې ته راغلم، اداره له ځينو ستونزو سره مخ وه چې په خپل شپږ میاشتني ماموریت کې مې دا ستونزې حل کړي دي. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او ګڼو مالي ملاتړ کوونکو ادارو د کرکټ په وده کې رغنده رول لوبولی چې کرکټ اداره اوس هم دې ملاتړ ته اړتيا لري.))

د کرکټ بورډ عمومي رییس ځوان لوبغاړي د افغانستان د راتلونکي کرکټ لپاره تر هرڅه مهم وبلل او ویې ویل چې له ایرلنډ سره په سياليو کې مو هم اکرام عليخيل، وقار سلامخيل، حضرت الله ځاځي او ګڼو نورو ځوانو لوبغاړو ته د لوبو موقع ورکړې چې دا لړۍ به په سيستماتيکه توګه مخ ته ځي او د زونونو ترمنځ راتلونکې فرسټ کلاس سيالۍ چې په اپريل میاشت کې به پيل شي هم د ځوانو کرکټرانو لپاره زرینه موقع ده.

په یاده ناسته کې ټولو ګډونوالو ته د کرکټ بورډ لاسته راوړنو او فرصتونو تر عنوان لاندې یو هر اړخیز پرزېټېشن او راپور هم وړاندې شو چې پکې د دغې ادارې ټولو لاسته راوړنو او همکارۍ او مالي ملاتړ شته فرستونو ته اشاره شوې وه.

د یادونې وړ ده چې په دې مراسمو کې حضرت الله ځاځي او عثمان غني ته د ایرلنډ پر وړاندې په شل اوریزو سياليو کې د لومړۍ ویکټې ملګرتیا د نړیوال ریکارډ له امله کرکټ بورډ ادارې شیلډونه او تندیسونه هم ورکړل.

د یادې غونډې په څنډه کې ملي لوبغاړي نجیب الله ځدراڼ ته د کرکټ بورډ مشرانو او ملي لوبغاړو له لوري د کیک په پرې کولو سره د واده مبارکي هم ورکړه.