د افغان کرکټ د ارزونې او لا ډېر معیاري کولو کمېټه جوړه شوه

د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه د سپارښتنې پر بنسټ، په هېواد کې د کرکټ د لا ډېر معیاریتوب او پرمختیا لپاره د کرکټ د ارزونې او معیاري کولو په موخه ۱۴ کسیزه کمېټه جوړه شوه چې نن یې خپله لومړنۍ غونډه ترسره کړه. په دغه ناسته کې چې د افغانستان کرکټ بورډ سرپرست عمومي رییس ښاغلي میرویس اشرف او همدارنګه د دغې ادارې اجراییوي رییس ښاغلي نصیب خان هم ګډون درلود، دواړو د کمېټې غړو ته سپارښتنې وکړې، ترڅو په هېواد کې د کرکټ په ډګر کې د نیمګړتیاو او پیاوړتیاو ټول شته موارد مطالعه او راپور یې له دوی سره شریک کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي اشرف د کمېټې غړو ته وویل، هیله ده د کرکټ ټول هغه اړخونه په ښه توګه روښانه کړئ، چېرې چې نیمګړتیاوې موجودې وي، د نیمګړتیاو د حل لپاره چټک ګامونه پورته شي او د کرکټ معیاریتوب باید لومړیتوب وي. ښاغلي اشرف همدارنګه وویل، د کرکټ د معیاري کولو ترڅنګ د ادارې پلانونو، پالیسیو او اصولو بدلون او تعدیل ته هم اړتیا لیدل کېږي، ترڅو په هېواد کې د کرکټ په ډګر کې هر څه معیاري او له وخت سره سم وړاندې شي او ټولې هغه نیمګړتیاوې له منځه ولاړې شي چې اوسمهال د کرکټ لپاره خنډونه دي.

نوموړي زیاته کړه: ((کرکټ په هېواد کې د خلکو د خوشالیو لوبه ده، باید د دغې لوبې د لا ډېرې پياوړتیا، د کورني کرکټ، د لوبې پرمختیا، او دغه راز د غوراوي په برخو کې ځانګړي او ژور بدلونونه راشي، ترڅو کرکټ هغه هدف ته ورسوو چې موږ یې په پام کې لرو.)) همدارنګه د ادارې اجراییوي رییس ښاغلي نصیب خان هم د کرکټ پر لا ډېر پرمختګ او مروجولو ټینګار وکړ او په وینا یې، کرکټ ډېر کار غواړي چې باید په ډېر اخلاص او صداقت سره ورته کار وشي، ترڅو په هېواد کې ټول هغه استعدادونه راجذب کړو چې ډېرې وړتیاوې لري.

سربېره پر دې د دغې ناستې ګډونوالو هم نظرونه وړاندې کړل چې کورني او ملي کرکټ ته یې پر لا ډېرې پاملرنې ټینګار وکړ او په وینا یې، د کرکټ اکاډمیو او کلبونو کچې ته هم باید ډېره پاملرنه وشي، همدا اکاډمۍ دي چې ملي لوبډلې ته استعدادونه وړاندې کوي چې باید لا ډېر وهڅول شي او له خصوصي سکټور سره په ګډه پر داسې پلانونو کار وشي چې په پایله کې یې کرکټ د هېواد ګوټ ګوټ ته ورسیږي.

په دغه ناسته کې د کرکټ د معیاري کولو موضوع او نظرونو ترڅنګ دغه راز پر راتلونکو کورنیو لوبلړیو او ټورنمنټونو، پلانونو، مصارفو او لګښتونو او دغه راز نورو اړوند موضوعاتو هم خبرې وشوې. د یادونې وړ ده چې د افغانستان کرکټ بورډ د مشرتابه له سپارښتنې سره سم به یاده کمېټه په دوامداره ډول ناستې ترسره کړي چې د کمېټې غړي به یې د بشپړ راپور له چمتو کولو وروسته له مشرتابه سره شریک او د عملي کولو په موخه به یې ګامونه پورته شي.

باید وویل شي چې ښاغلي عبدالولي امین، دولت خان احمدزی، احمدشاه سلیمانخېل، رییس خان احمدزی، احسان عبید، نورالحق ملکزی، سلام افغان، نوروزمنګل، تاج ملوک عالم، الله داد نوري، محمد نظیم جار عبدالرحیمزی، منهاج راز، محمدخان او شاهد الکوزی د یادې کمېټې غړیتوب لري.