د کرکټ بورډ غړو ترمنځ کلنۍ ناسته تر سره شوه

د افغانستان کرکټ بورډ د غړو او رهبرۍ کلنۍ عمومي غونډه چې نن د کرکټ بورډ د غونډو په تالار کې ترسره شوه، پکې د کرکټ بورډ د عمومي مشر د رسمي کېدو لپاره رایه ورکړل شوه، د ادارې سږنۍ بودیجه تصویب او د راتلونکو پلانونو ملاتړ وشو.
د کرکټ بورډ غړو ترمنځ کلنۍ ناسته تر سره شوه

د افغانستان کرکټ بورډ د غړو او رهبرۍ کلنۍ عمومي غونډه چې نن د کرکټ بورډ د غونډو په تالار کې ترسره شوه، پکې د کرکټ بورډ د عمومي مشر د رسمي کېدو لپاره رایه ورکړل شوه، د ادارې سږنۍ بودیجه تصویب او د راتلونکو پلانونو ملاتړ وشو.

دغه ناسته چې د کرکټ بورډ د غړو او رهبرۍ ترمنځ هر کال ترسره کېږي، چې پکې د بودیجې پر تصویب، د راتلونکو پلانونو، د شته ستونزو او حللارو او ورته نورو اړینو مواردو بحث او خبرې اترې کېږي.

نننۍ ناسته له اجنډا سره سمه د کلام پاک په تلاوت سره پیل شوه چې ورپسې د اصولو په چوکاټ کې د بورډ د غړو له تایید وروسته د کرکټ بورډ اجراییوي رییس ښاغلي نصیب خان د کرکټ بورډ غړو ته ښه راغلاست ووایه او همدارنګه نوموړي د افغانستان له اوسني دولت هم مننه وکړه چې د کرکټ بورډ ادارې ته یې ښه او مسلکي غړي ورپېژندلي دي.

ښاغلي نصیب خان د رییس الوزراء حکم وستایه چې  په وینا یې، یو متوازن بورډ یې ټاکلی دی چې پکې د کرکټ پخواني لوبغاړي، علمي شخصیتونه، سوداګر او له کرکټ سره نږدې پاتې شوي کسان شامل دي، چې یوه ښه بېلګه یې د لومړي ځل لپاره د کرکټ یو لوبغاړی د عمومي رییس په توګه ټاکل کېدل دي.

د یادونې وړ ده چې په دغه ناسته کې د بورډ ټولو غړو د همدې حکم پر بنسټ د عمومي رییس د رسمي کېدو په موخه د میرویس اشرف د ټاکل کېدو په تړاو خپلې رایې هم وکارولې چې د رایو په اکثریت سره دغه چاره ترسره شوه.

دغه راز د کرکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف هم د ناستې ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه: له نېکه مرغه دا ځل د کرکټ بورډ غړي تر بل هر وخت ډېر مسلکي او وړ کسان ټاکل شوي دي؛ ځکه ځینې پکې د کرکټ لوبغاړي پاتې شوي او ځینې هغه ملي سوداګر دي چې د کرکټ سره همکار پاتې شوي دي چې دوی د افغانستان د کرکټ د ودې لپاره ښې او غوره پرېکړې کولای شي.

ورپسې د بورډ غړو ته د کرکټ بورډ ادارې د پلانونو، موخو او نورو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې شول چې پکې د تېر کال د لاسته راوړنو، خنډونو او ننګونو، سپارښتنو او بودیجې په اړه هر اړخیز موارد شامل و. په نړیوالو سیالیو کې د افغان لوبډلې بریاوې، په سوداګریزو سیالیو کې د ګڼ شمېر افغان لوبغاړو ګډون، په بریالۍ توګه د کورني کرکټ سیالیو، چې پکې د زونونو ترمنځ لیسټ اې او فرسټ کلاس لوبې هم شاملې وې، ترسره کول؛ په کندهار ولایت کې د کرکټ لوبغاړو لپاره د مېلمستون، د خوست کرکټ لوبغالي د احاطوي دېوال رغونه، د پکتیکا کرکټ لوبغالي د دویم فاز چارو پای ته رسول او د کابل نړیوال لوبغالي لپاره د سل جریبه ځمکې ترلاسه کول هغه لاسته راوړنې وې چې په اړه یې د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړل شول.

د دې سربېره په نړیواله کچه د کرونا وایروس له خطراتو څخه په خوندي ماحول کې د ایرلینډ او زمبابوې په وړاندې د دوه سیریزونو  ترسره کول، د افغانستان کرکټ بورډ د اداري تګلارو بیا کتنه، د کرکټ د عملیاتي پلان غني کول، د چټکو توپ اچونکو د لټون پروګرام ترسره کول، د بودیجې او کاري مدیریتي سیسټم الکترونيکي کول، د لوبغاړو د مدیریت سیسټم جوړول، د ۲۰۲۲م کال شل اوریز نړیوال جام ته په مستقیمه توګه لارمونده او په هېواد کې د نظام له بدلون سره سره په منظمه توګه د ادارې د فعالیتونو پر مخ وړل هغه سترې لاسته راوړنې وې چې د کرکټ بورډ ادارې په ۲۰۲۱م کال کې ترلاسه کړې وې او په اړه یې د بورډ غړو ته معلومات ورکړل شول.

په دغه معلوماتي پرېزنټېشن کې د کرکټ بورډ ادارې د تېرو دوه کلونو د عوایدو او لګښتونو او همدارنګه د نوي کال د بودیجې په اړه هم معلومات ورکړل شول. د دې ترڅنګ د نوي کال د پلانونو په اړه وویل شول چې اداري جوړښت ته کتنه، د کرکټ بورډ ۵ کلن ستراتېژیک پلان جوړول، د عملیاتي پلان غني کول، ملي لوبډلو ته اړینې اسانتیاوې برابرول او ګڼ شمېر نور مهم موارد د راتلونکو پلانونو څخه دي، چې سږ کال به یې ترسره کړي.

په یاد پرېزنټېشن کې د کرکټ بورډ د شته ستونزو په اړه هم مفصل معلومات ورکړل شول، د کرونا وایروس اغېزې لا هم شته او د کرکټ بورډ لپاره د لوبو پرمهال د یوه ستر خنډ په توګه پاتې دی. د دې ترڅنګ په دریم هېواد کې په خپل کوربهتوب د کرکټ سیالۍ ترسره کول د افغانستان کرکټ بورډ لپاره بله هغه ستونزه ده چې له امله یې ډېر مصارف کېږي. ((د بودیجې کمښت، د مجربه کامندانو کمښت، له نړیوالو بورډونو سره کمزورې اړیکې، لوجیستیکي، مالي او بانکي ستونزې هغه څه دي چې تېر کال د کرکت بورډ اداره ورسره لاس او ګرېوان وه)).

په پای کې د بورډ ټولو غړو هم خپل نظرونه شریک کړل، د کرکټ بورډ لاسته راوړنې یې وستایلې، د پلانونو په عملي کولو کې یې خپل نېک نظرونه شریک کړل او د کرکټ بورډ مشرتابه ته یې ډاډ ورکړ چې په هر ډول شرایطو کې به له یادې ملي ادارې سره په خپل بشپړ ملاتړ سره کار وکړي او هیله کوي چې ادارې ته په اړوند ډګرونو کې سترې لاسته راوړنې ولري.

د یادونې وړ ده چې کلنۍ عمومي غونډه د هر کال په پای کې د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي مشر، د بورډ غړو او اجراییه رییس په ګډون ترسره کېږي چې په ترڅ کې یې د هر کال پر لاسته راوړنو، خنډونو او د راتلونکي کال پر پلان او اصلاحاتو بحثونه کېږي. دغه غونډه په حضوري او انلاین بڼه ترسره شوه چې پکې د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي ریس میرویس اشرف ترڅنګ احمد خالد حاتم، الله داد نوري او رحمت الحق فضیل په حضوري او رییس احمدزي، خان جان الکوزي او عبیدالله صدرخېل په انلاین بڼه شرکت درلود.