د نولس کلنې کم عمره لوبډلې غوره ۳۰-کسیز نوملړ وټاکل شو

د افغانستان کرکټ بورډ د هېواد د نولس کلنې کم عمره ملي لوبډلې د غوراوي پړاو په پایله کې د دویم پړاو تمریناتي کمپ لپاره ۳۰-کسیز نوملړ وټاکه چې پکې د لومړي پړاو غوراوي سیالیو غوره لوبغاړي شامل دي.
د نولس کلنې کم عمره لوبډلې غوره ۳۰-کسیز نوملړ وټاکل شو

د افغانستان کرکټ بورډ د هېواد د نولس کلنې کم عمره ملي لوبډلې د غوراوي پړاو په پایله کې د دویم پړاو تمریناتي کمپ لپاره ۳۰-کسیز نوملړ وټاکه چې پکې د لومړي پړاو غوراوي سیالیو غوره لوبغاړي شامل دي.

په یادو ۳۰ لوبغاړو کې احمدالله، اکرم، علي احمد، اصف محمد، بشیر احمد، فهیم، فرهاد عثماني، فریدون، ګلزار، حمزه، حسن عیسی خیل، هدایت، حزب الله درانی، جمشېد، جاوید، کامران هوتک، خالد، خلیل احمد، محمد هارون، ناصر حسن، ناصر خان، نعمان، نعمان شاه، شېر خان، سهیل، سلیمان عربزی، عثمان خان، وفي الله، یما عرب او یونس ځدراڼ شامل دي. 

دغه ۳۰ لوبغاړي به په دویم پړاو روزنیز او تمریناتي کمپ کې په بېلابېلو ډولونو وازمویل شي او د افغانستان کرکټ بورډ د پلان له مخې به روان کال د نولس کلنو کم عمره لوبغاړو د اسیا کپ او د راتلونکي کال د نولس کلنو کم عمره لوبغاړو د نړیوال جام سیالیو ترڅنګ له نورو هېوادونو سره د ګڼ شمېر دوه اړخیزو سیالیو لپاره په بشپړ ډول چمتو شي. 

د ملي نولس کلنې کم عمره لوبډلې د جوړولو پروسه څه باندې دوه میاشتې وړاندې د ازادې ازموینې په اعلان سره پیل شوه چې د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د هېواد په ۵ زونونو کې د تقریباً ۵۰۰۰ لوبغاړو ازموینه واخیسته چې په پایله کې یې د لومړي پړاو غوراوي کمپ لپاره ۱۰۷ لوبغاړي وټاکل شول، له دې وروسته دغو لوبغاړو څه موده وړاندې په خوست ولایت کې ۸ ورځني کمپ کې برخه واخیسته چې له منځه یې پورته ذکر شوي ۳۰ تنه لوبغاړي د راتلونکو پړاوونو لپاره وټاکل شول. 

د افغانستان کرکټ بورډ په دې هڅه کې دی چې خورا پیاوړې نولس کلنه کم عمره ملي لوبډله جوړه کړي ترڅو په راتلونکو مهمو سیالیو کې ښې لاسته راوړنې ولري. د یادونې وړ ده چې د افغانستان نولس کلنه هم عمره ملي لوبډله تېر ځل د نولس کلنو کم عمر لوبغاړو په نړیوال جام کې تر نیمه پایلوبو ورسېده خو دغه سیالۍ یې په خورا کم توپیر د انګلستان لوبډلې ته وبایلله، په ټوله کې دغه مقام ته رسېدل د افغانستان د نولس کلنې کم عمره لوبډلې لپاره ستره لاسته راوړنه ګڼل کېږي.