د پاکستان پر وړاندې د درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو مهالوېش په ډاګه شو

د افغانستان کرکټ بورډ د درې شل اوریزو نړیوالو سیالیو لپاره د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې کوربه توب کوي. دغه سیالۍ د روانې مارچ میاشتې په ۲۵مه نېټه پیل شي چې د همدې میاشتې تر ۲۹مې نېټې پورې به د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې دوام ومومي.
د پاکستان پر وړاندې د درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو مهالوېش په ډاګه شو

د افغانستان کرکټ بورډ د درې شل اوریزو نړیوالو سیالیو لپاره د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې کوربه توب کوي. دغه سیالۍ د روانې مارچ میاشتې په ۲۵مه نېټه پیل شي چې د همدې میاشتې تر ۲۹مې نېټې پورې به د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې دوام ومومي.

د افغانستان کرکټ بورډ نن په همدې موخه د یادو سیالیو مهالوېش اعلان کړ چې له مخې به یې یادې درې شل اوریزې سیالۍ د روانې میاشتې په ۲۵، ۲۷ او ۲۹ نېټو په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شي. دا به په روان کال کې د افغانستان په کوربه توب لومړۍ نړیوالې سیالۍ وي چې ورپسې به د افغانستان کرکټ بورډ په راتلونکو میاشتو کې د ګڼ شمېر نورو لوبډلو کوربه توب هم وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي میرویس اشرف د پاکستان پر وړاندې د یادو سیالیو د لوبلړۍ د نهايي کېدو په پار خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې دا د دواړو ګاونډيو هېوادونو لپاره د پام وړ لاسته راوړنه ده. نوموړی وایي: ((له تېرې څه مودې راهیسې مو په پر له پسې توګه له پاکستان کرکټ بورډ سره خبرې اترې او بحثونه وکړل. د پاکستان کرکټ بورډ له موږ سره لوبو ته ډېره لېوالتیا وښوده چې موږ یې ستاینه کوو)). 

دغه راز نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان کرکټ بورډ له خپل سیال لوري سره ښو اړیکو جوړولو ته ژمن دی. ((موږ په دې هڅه کې یو چې له پاکستان کرکټ بورډ سره خپلې مثبتې اړیکې لا پراخې کړو او په راتلونکي کې ورسره ډېرې نړیوالې لوبې وکړو چې ورسره به زموږ لوبډله او په عموم کې د افغانستان کرکټ ډېره وده وکړي. په ټوله کې باید ووایم خوښ یو چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې کوربه توب کوو، باوري یم چې دا به یوه په زړه پورې لوبلړۍ وي او د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به په یادو سیالیو کې ډېرې ښې لوبې ترسره کړي.))

د یادونې وړ ده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له دې وړاندې په ګڼ شمېر اسیایي او نړیوالو سیالیو کې د پاکستانۍ لوبډلې پر وړاندې لوبې ترسره کړې خو دا به لومړی ځل وي د دواړو لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ ترسره کېږي.