د نیوزیلنډ پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې د تمریناتي کمپ لپاره نوملړ غوره شو
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 26 Aug 2024
د نیوزیلنډ پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې د تمریناتي کمپ لپاره نوملړ غوره شو
د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې نن د نیوزیلنډ پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې د تمریناتي کمپ په موخه چې په هندوستان کې به ترسره شي، ۲۰ کسیز نوملړ غوره کړ چې په موخه به یې لوبډله د روانې اګست میاشتې په ۲۸مه نېټه د هندوستان په لوري حرکت وکړي. د غوراوي کمېټې د مسوولینو په وینا، یاد کمپ د اګست په ۲۹مه نېټه د هندوستان په ګرېټر نویډا کرکټ لوبغالي کې پیلیږي چې په پای ته رسېدو سره به یې د نیوزیلنډ پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې لپاره ترې نوملړ غوره شي.
د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر ښاغلی احمدشاه سلیمانخېل وايي، د تمریناتي کمپ لپاره شل لوبغاړي غوره شوي دي چې له منځه به یې په یاد هېواد کې د لوبغاړو لوبیز حالت او پیاوړتیا ته په پام سره ترې ۱۵ کسیزه لوبډله غوره شي، ترڅو د نیوزیلنډ پر وړاندې یوازېنۍ ټېسټ لوبه ترسره کړي او افغان لوبغاړي پکې ښه وځلیږي.
باید وویل شي چې په یاد شل کسیز نوملړ کې حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، عبدالمالک، رحمت شاه، بهیرشاه محبوب، اکرام علي خېل (ویکټ ساتونکی)، شاهدالله کمال، ګلبدین نایب، افسر ځاځی (ویکټ ساتونکی)، عظمت الله عمرزی، ضیاءالرحمن اکبر، شمس الرحمن، قیس احمد، ظاهرخان، نجات مسعود، فرید احمد ملک، نوید ځدراڼ، خلیل احمد او یما عرب شامل دي.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر ښاغلی میرویس اشرف په دې اړه وايي، هیله من دی چې له یاد کمپ څخه به د نیوزیلنډ پر وړاندې یوازېنۍ ټېسټ لوبې ته غوره لوبډله جوړه شي، ځکه یې په همدې موخه ۲۰ کسیز نوملړ غوره کړ، ترڅو د هندوستان هوا او لوبیز حالت ته په پام سره ترې غوره نوملړ په ګوته شي. نوموړي دغه راز وویل، په کورني کرکټ کې مو ځينې ځوان او پياوړي لوبغاړي ترلاسته کړل چې له نېکه مرغه اوس د ټېسټ په نوملړ کې هم ځای ورکړل شوی دی. او هیله لري چې د سویلي افریقا پر وړاندې لوبلړۍ ته به هم اضافه کړل شي.
د یادونې وړ ده چې د نیوزیلنډ پر وړاندې یوازېنۍ ټېسټ لوبه به د راتلونکې سپټمبر میاشتې په ۹مه نېټه د هندوستان په ګریټر نویډا کرکټ لوبغالي کې پیل او د همدې میاشتې تر ۱۳مې نېټې پورې دوام ومومي.همدارنګه باید وویل شي چې یادو سیالیو ته د غوره چمتووالي په موخه له شپږیزې کرکټ لیګ وړاندې په ننګرهار ولایت کې هم د چمتووالي کمپ تنظیم شوی و چې د اب و هوا له اړخه د هندوستان له هوا سره نسبتاً ورته والی لري.