د روان کال لپاره د کورني کرکټ سیالیو مهالوېش اعلان شو

د افغانستان کرکټ بورډ هر کال د یوه منظم پلان له مخې د کورني کرکټ په کچه ګڼ شمېر سیالۍ ترسره کوي، چې په هېواد کې د لوبې په پراختیا او د نویو لوبغاړو په موندلو کې ستر رول لري. د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې د تېرو کلونو په څېر، د نوي پیل شوي ۲۰۲۳م کال لپاره هم د کرکټ د بېلابېلو بڼو ګڼ شمېر سیالۍ په پام کې نیولې دي چې ټاکل شوې د همدې کال په ترڅ کې به د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ترسره شي.
د روان کال لپاره د کورني کرکټ سیالیو مهالوېش اعلان شو

د افغانستان کرکټ بورډ هر کال د یوه منظم پلان له مخې د کورني کرکټ په کچه ګڼ شمېر سیالۍ ترسره کوي، چې په هېواد کې د لوبې په پراختیا او د نویو لوبغاړو په موندلو کې ستر رول لري. د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې د تېرو کلونو په څېر، د نوي پیل شوي ۲۰۲۳م کال لپاره هم د کرکټ د بېلابېلو بڼو ګڼ شمېر سیالۍ په پام کې نیولې دي چې ټاکل شوې د همدې کال په ترڅ کې به د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ترسره شي.

د ۲۰۲۳م زیږدیز کال د کورنیو سیالیو پیل به د وزیر محمد اکبر خان په دویمه او لومړۍ درجه ولایتي سیالیو وشي. په دې لړ کې به لومړی دویمه درجه سیالۍ ترسره شي چې د روانې جنورۍ میاشتې په وروستیو کې به پیل او د شاوخوا ۲۰ ورځو لپاره به د هېواد په څلورو بېلابېلو لوبغالو د ۳۱ ولایتي لوبډلو ترمنځ دوام وکړي. د دې سیالیو له پای ته رسېدو وروسته به لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پیل شي چې ۱۲ ولایتي لوبډلې به پکې برخه ولري. یادې سیالۍ هر کال د کورني کرکټ په کچه ترسره کېږي چې په منظم ډول د افغانستان کرکټ بورډ ته نوي لوبغاړي ورپېژني.

له دې وروسته به په مې میاشت کې د افغانستان د کورني کرکټ ترټولو سترې سوداګریزې سیالۍ، شپږیزه کرکټ لیګ ترسره شي چې پکې به ټول ملي لوبغاړي ولوبېږي. د دې ترڅنګ د زونونو په کچه د غازي امان الله خان یو ورځنیو سیالیو لپاره د کال په منځنۍ میاشتې ځانګړې شوې دي چې ټاکل شوې ده دا ځل به د جون او جولای په میاشتو کې په کابل ولایت کې ترسره شي. دغه سیالۍ د لیسټ اې دريځ لري چې د کورني کرکټ سیالیو ستره برخه تشکیلوي او له ۲۰۱۷م کال راهیسې په منظمه توګه ترسره کېږي.

د کورني کرکټ اړوند د زونونو په کچه درې-ورځنۍ سیالۍ به د روان کال په جولای او اګسټ میاشتو کې ترسره شي، دغو سیالیو ته به له لومړۍ او دویمه درجه ولایتي سیالیو څخه غوره لوبغاړي ټاکل کېږي، چې د هرې ولایتي لوبډلې غوره لوبغاړي به د اړونده زون لوبډلې برخه وي. دغه راز د معلولیت لرونکو لوبغاړو لپاره هم سیالۍ په پام کې نیول شوې دي چې د تېر کال په څېر به د جولای په میاشت کې د ۵ زونونو ترمنځ په کونړ ولایت کې ترسره شي.

د دې ترڅنګ د ۲۳ کلنو ځوانو لوبغاړو لپاره هم د زونونو په کچه د کرکټ سیالۍ په پام کې نیول شوې دي چې د ۵ لوبډلو ترمنځ به د هېواد په کندز ولایت کې د اګسټ په میاشت کې ترسره شي. دغه سیالۍ به د روان کال د ۲۳ کلنو لوبغاړو د اسیاکپ سیالیو لپاره د غوره چمتووالي په موخه ترسره شي. دغه راز د زونونو په کچه د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالۍ په سپټمبر او کټوبر میاشتو لپاره په پام کې نیول شوې دي چې د ۴ لوبډلو ترمنځ به په خوست او ننګرهار ولایتونو کې ترسره شي.

د زونونو په کچه له ۱۶ کلنو کم عمره لوبغاړو ترمنځ سیالۍ هم د اکټوبر او نومبر میاشتو په ترڅ کې په ننګرهار ولایت کې ترسره کېږي. دغه راز به د ښوونځیو ترمنځ سیالۍ هم په پلان کې شاملې دي چې د زونونو په کچه وروستی پړاو سیالۍ به یې په نومبر میاشت کې د خوست ولایت په کرکټ لوبغالي کې ترسره شي. د دې سیالیو ترڅنګ به په ډسمبر میاشت کې د هېواد په کچه د غوره کلبونو ترمنځ د اتلولۍ جام سیالۍ هم ترسره شي چې پکې به د هېواد د ۵ زونونو غوره کلبونه د یو بل په وړاندې د اتلولۍ ترلاسه کولو په موخه ولوبېږي.

دغه راز د زرغون افغانستان جام یو ورځنۍ سیالۍ هم په پلان کې شاملې دي چې د اړتیا پر بنسټ به د ملي لوبډلې د غوره چمتووالي په موخه ترسره شي. د دې سیالیو احتمالي نېټه او ځای لا تر اوسه ندي په ډاګه شوي چې کره معلومات به یې په وخت سره په ډاګه شي.

د یادونې وړ ده چې په ۲۰۲۲م کال کې هم د کورني کرکټ سیالۍ په خورا منظمه توګه ترسره شوې چې پکې د ولایتونو ترمنځ دویمه او لومړۍ درجه سیالۍ د کال په لومړیو درې میاشتو کې وشوې. له بلې خوا شپږیزه کرکټ سیالۍ هم له یو کلن ځنډ وروسته د ۸ لوبډلو ترمنځ په خورا ښه توګه ترسره شوې. دغه راز د کورني کرکټ ترټولو سترې فرسټ کلاس سیالۍ د هېواد په وروستۍ ربع کې په خوست او ننګرهار ولایتونو کې وشوې خو له بده مرغه د زونونو په کچه لیسټ اې سیالۍ د مالي او بانکي ستونزو له امله په خپل وخت ترسره نشوې.

د افغانستان کرکټ بورډ ژمن دی ترڅو هر کال د کورني کرکټ سیالۍ په منظمه او معیاري بڼه ترسره کړي چې په پایله کې یې د افغانستان بېلابېلو ملي لوبډلو ته ګڼ شمېر لوبغاړي په واک کې ورکوي.