د کورني کرکټ څانګې د پلان له مخې د ۲۰۲۲م کال کورنۍ سیالۍ

د افغانستان کرکټ بورډ هر کال د یوه منظم پلان له مخې د کورني کرکټ په کچه ګڼ شمېر سیالۍ ترسره کوي، چې په هېواد کې د لوبې په پراختیا او د نویو لوبغاړو په موندلو کې ستر رول لري. د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې د تېرو کلونو په څېر، د نوي پیل شوي ۲۰۲۲م کال لپاره هم د کرکټ د بېلابېلو بڼو ګڼ شمېر سیالۍ په پام کې نیولې دي چې ټاکل شوې ده د همدې کال په ترڅ کې به د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ترسره شي.
د کورني کرکټ څانګې د پلان له مخې د ۲۰۲۲م کال کورنۍ سیالۍ

د افغانستان کرکټ بورډ هر کال د یوه منظم پلان له مخې د کورني کرکټ په کچه ګڼ شمېر سیالۍ ترسره کوي، چې په هېواد کې د لوبې په پراختیا او د نویو لوبغاړو په موندلو کې ستر رول لري. د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې د تېرو کلونو په څېر، د نوي پیل شوي ۲۰۲۲م کال لپاره هم د کرکټ د بېلابېلو بڼو ګڼ شمېر سیالۍ په پام کې نیولې دي چې ټاکل شوې ده د همدې کال په ترڅ کې به د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ترسره شي.

د ۲۰۲۲م زیږدیز کال د کورنیو سیالیو پیل به د وزیر محمد اکبر خان تر نامه لاندې په دویمه او لومړۍ درجه ولایتي سیالیو وشي. په دې لړ کې به لومړی دویمه درجه سیالۍ ترسره شي چې د فبرورۍ میاشتې په لومړیو کې به پیل او د شاوخوا ۲۰ ورځو لپاره به د هېواد په کچه د ۲۶ ولایتي لوبډلو ترمنځ دوام وکړي. د دې سیالیو له پای ته رسېدو وروسته به لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پیل شي چې ۱۲ ولایتي لوبډلې به پکې برخه ولري. یادې سیالۍ هر کال د کورني کرکټ په کچه ترسره کېږي چې په منظم ډول د افغانستان کرکټ بورډ ته نوي لوبغاړي ورپېژني.

له دې وروسته به د کال په دریمه میاشت کې د زونونو په کچه له ۱۶ کلنو کم عمره لوبغاړو ترمنځ سیالۍ ترسره شي چې له دې وړاندې یې د ولایتونو په کچه لومړی پړاو سیالۍ ترسره شوې دي. په همدې میاشت کې د هېواد په کچه د نېشنل ټي ټوېنټي کپ په نوم ملي شل اوریز جام سیالۍ هم ترسره شي چې ګڼ شمېر ملي او د کورني کرکټ لوبغاړي به پکې ولوبېږي او له منځه به یې غوره لوبغاړي د  بولۍ له لارې د شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو ته غوره شي.

د کورني کرکټ په سیالیو کې دا ځل د زونونو په کچه درې-ورځنۍ سیالۍ هم ځای پر ځای شوې دي چې له دوه کاله ځنډ وروسته به د روان کال په مې میاشت کې ترسره شي، دغو سیالیو ته به له لومړۍ او دویمه درجه ولایتي سیالیو څخه غوره لوبغاړي ټاکل کېږي، چې د هرې ولایتي لوبډلې غوره لوبغاړي به د اړونده زون لوبډلې برخه وي.

له دې وروسته به د جون او جولای په میاشتو کې د افغانستان د کورني کرکټ ترټولو سترې سوداګریزې سیالۍ، شپږیزه کرکټ لیګ ترسره شي چې پکې به ټول ملي لوبغاړي ولوبېږي. د دې ترڅنګ له تېر کال څخه بل بدلون چې د روان کال په پلان کې راغلی دی، د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو د ترسره کېدو وخت دی چې ټاکل شوې ده دا ځل د جولای او اګسټ په میاشتو به په خوست او ننګرهار ولایتونو کې ترسره شي.

د کورني کرکټ په پلان کې د معلولیت لرونکو لوبغاړو لپاره هم سیالۍ په پام کې نیول شوې دي چې د تېر کال په څېر به د سپټمبر په میاشت کې د ۵ زونونو ترمنځ په کونړ ولایت کې ترسره شي. د دې سیالیو ترڅنګ به په همدې میاشت کې د هېواد په کچه د غوره کلبونو ترمنځ د اتلولۍ جام سیالۍ هم ترسره شي چې پکې د هېواد د ۵ زونونو غوره کلبونه د یو بل په وړاندې د اتلولۍ ترلاسه کولو په موخه ولوبېږي.

د ۲۰۲۲م کال وروستۍ سیالۍ د غازي امان الله خان ترنامه لاندې د کورني کرکټ سترې یوورځنۍ سیالۍ دي چې د ۵ لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي. دغه سیالۍ د لیسټ اې دريځ لري چې له ۲۰۱۷م کال راهیسې هر کال په منظمه توګه ترسره کېږي. د نوي کال د پلان له مخې به دغه سترې سیالۍ د روان کال په وروستیو دوه میاشتو کې ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې په ۲۰۲۱م کال کې هم د کورني کرکټ سیالۍ په خورا منظمه توګه ترسره شوې چې پکې د ولایتونو ترمنځ دریمه، دویمه او لومړۍ درجه سیالۍ د کال په لومړیو درې میاشتو کې ترسره شوې. له بلې خوا شپږیزه کرکټ سیالۍ که څه هم په هېواد کې د مالي او بانکي ستونزو له امله ترسره نشوې خو د کورني کرکټ ترټولو سترې فرسټ کلاس او لیسټ اې سیالۍ د کال په وروستیو درې میاشتو کې په خورا منظمه توګه ترسره شوې چې د کورني کرکټ لوبغاړو د مهارتونو د لوړولو ترڅنګ لوبغاړو ته له مالي اړخه هم اغېزمنې او ګټورې ثابتې شوې.

د افغانستان کرکټ بورډ ژمن دی ترڅو هر کال د کورني کرکټ سیالۍ په منظمه او معیاري بڼه ترسره کړي چې په پایله کې یې د افغانستان بېلابېلو ملي لوبډلو ته ګڼ شمېر لوبغاړي په واک کې ورکوي.