د پاکستان پر وړاندې سیالیو ته د لوبډلې لباس او مالي ملاتړ کوونکي در پېژنو

د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې د راتلونکو درې شل اوریزو نړیوالو سیالیو لپاره د افغان اتلانو د لباس ترڅنګ د یادو سیالیو لپاره د ملي لوبډلې د ملاتړ کوونکو نوملړ هم اعلان کړ. د یادو سیالیو لپاره د هېواد نوموتې مخابراتي شبکه اتصالات د مخکښ مالي ملاتړ، کام ایر هوايي شرکت د طلایي مالي ملاتړ او سوپر کولا شرکت د سیلور مالي ملاتړ په توګه اعلان شول. دغه راز رېریو (Rario) د لباس د لستوڼي د برخې د مالي ملاتړ حقوق خپل کړي دي.

د افغانستان مخکښې مخابراتي شبکې اتصالات افغانستان ته د یادو سیالیو لپاره د ملي لوبډلې مخکښ مالي ملاتړ حقوق ورکړل شوي چې له مخې به یې د یاد شرکت نښان د ملي لوبدلې د لباس په مخه، له سینې لاندې د لباس په مرکزي برخه لګېږي. د دې ترڅنګ د کام ایر هوايي شرکت نښان به د ملي لوبډلې د لباس د شا په پورتنۍ برخه ولګېږي. دغه راز به د سوپرکولا شرکت نښان د سیلور مالي ملاتړ په توګه د پورتنۍ سینې برخه کې نصب شي.

سربېره پر دې د افغانستان کرکټ بورډ او رېریو ترڅنګ د اوږدمهالي تړون له مخې یاد شرکت ته د لستوڼي د ملاتړ حقوق ورکړل شوي دي چې له مخې به یې د یاد شرکت نښان د لباس په لیډینګ ارم لګېږي. له بلې خوا د ټایکا شرکت نښان، چې د افغان لوبډلې د لباس د برخې همکار دی، د لباس په دویم لستوڼي چاپ شي. 

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي مشر ښاغلی نصیب خان خوښ دی چې د پاکستان پر وړاندې درې شل اوریزو نړیوالو سیالیو لپاره نوموتي سوداګریز شرکتونه د مالي ملاتړو په توګه له ځان سره لري. ((مونږ خوښ یو چې د راتلونکو سیالیو لپاره ستر سوداګریز نومونه له ځان سره لرو، دا زموږ لپاره سترې سیالۍ دي او هیله من یو چې په یادو سیالیو کې د خپلو همکارانو غوښتنو ته په بشپړ ډول پوښښ ورکړو)). 

نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان کرکټ بورډ له خپلو سوداګریزو همکارانو سره اوږدمهالې اړیکې غواړي او راتلونکو سیالیو ته ډېر لېواله دي. 

د یادونې وړ ده چې د افغانستان په کوربه توب به د افغان اتلانو او پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ترمنځ د راونې میاشتې په ۲۴مه نېټه د درې شل اوریزو نړیوالو سیالیو لړۍ پیل شي چې د همدې میاشتې تر ۲۷مې نېټې به په شارجه کرکټ لوبغالي کې دوام ومومي.