د «میلیون لیګ» په اړه وضاحت:

د افغانستان کرکټ بورډ په هېواد کې دننه د کرکټ د لا پرمختګ او پراختیا لپاره د افرادو، شرکتونو او نورو اړوندو ادارو مثبت کار او زیار ستایي او حمایه کوي. کرکټ بورډ په دغه برخه کې یوازې دا نه چې هر ډول همکارۍ او مرستو ته ځان ژمن بولي، بلکې په تخنیکي، مسلکي او نورو اړوندو برخو کې زمینه سازي هم کوي.
د «میلیون لیګ» په اړه وضاحت:

د افغانستان کرکټ بورډ په هېواد کې دننه د کرکټ د لا پرمختګ او پراختیا لپاره د افرادو، شرکتونو او نورو اړوندو ادارو مثبت کار او زیار ستایي او حمایه کوي. کرکټ بورډ په دغه برخه کې یوازې دا نه چې هر ډول همکارۍ او مرستو ته ځان ژمن بولي، بلکې په تخنیکي، مسلکي او نورو اړوندو برخو کې زمینه سازي هم کوي.

خو، د افغانستان کرکټ بورډ د نړیوالې شورا د بشپړ غړي په توګه ځان مسول ګڼي چې په افغانستان کې دننه د کرکټ په ټولو رسمي او تجارتي لوبو کې د کرکټ بورډ داخلي او نړیوال اصول، پالیسي او قوانین تطبیق کړي او له ټولو اړوندو پانګه والو، ادارو، شرکتونو او متشبثینو څخه جدي هیله لري چې د کرکت بورډ د اصولو، تګلارې او قانون په اساس فعالیت وکړي او ورته پابند او ژمن واوسي.

د شخصي لیګونو ترتیبوونکي باید د لیګونو د لا ښه او مسلکي ترسره کېدو لپاره په رسمي توګه له کرکټ بورډ سره خپل پلانونه شریک او په همغږۍ او همکارۍ خپلې برنامې تنظیم او مخکې ولاړ شي. د پالیسۍ له مخې، په افغانستان کې چې هر ډول تجارتي لیګ کېږي، د لیګ د نېټې او پیل تر اعلان مخکې باید د لیګ تنظیموونکي له کرکټ‌ بورډ سره هر څه هماهنګ کړي او د لیګ د ترسره کولو لپاره له کرکټ بورډ څخه د عدم اعتراض سند- جواز (NOC)ترلاسه کړي. د دغه سند ترلاسه کول هر تجارتي لیګ او په لیګ کې د هر ملي او له بورډ سره د قرادادي لوبغاړو لپاره یوه اساسي شرط او د کرکټ بورډ د پالیسۍ مهمه برخه ده. باید یادونه وکړو چې د«میلیون لیګ» تنظیموونکو تر دې دمه د افغانستان د کرکت بورډ څخه «NOC» یا رسمي‌ اجازه نه ده ترلاسه کړې. که د دغه لیګ تنظیموونکي له رسمي لارو د افغانستان کرکټ بورډ ته مراجعه وکړي او د لیګ لپاره د جواز غوښتنه وکړي، کرکټ بورډ به پرې له غور وروسته خپله فیصله واوروي.

د افغانستان کرکټ بورډ مسولیت لري په هیواد کې دکرکټ د ټولو لیګونو څارنه وکړي او اطمینان حاصل کړي چې د کرکټ لوبې لپاره نړیوال ټاکل شوي اصول او ضوابط د لوبې په جریان او له لوبې وړاندې په ښه شکل عملي کیږي. کرکټ بورډ نشي کولی خپلو لوبغاړو ته چې، د هیواد لپاره د سرمایې حیثیت لري، په داسې یو لیګ کې د لوبېدو اجازه ورکړي چې په خپله لیګ د کرکټ بورډ څخه رسمي اجازه نلري. د افغانستان کرکټ بورډ نغواړي چې لوبغاړي یې خپل نړیوال شهرت او مقام له خطر سره مخامخ کړي، په همدې اساس یې، د داسې لیګونو د ترسره کولو لپاره د «NOC» جواز اخیستل او ترلاسه کول اساسي شرط ګرځولی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د نظم لپاره د ډسپلین قوانین لري چې وخت ناوخت خپلو لوبغاړو ته یې په اړه د پوهاوي برنامې تطبیق کړې او هغوی ته یې واضحه کړې چې د کرکټ بورډ سره بر حاله قرارداد لرونکي لوبغاړي او کارمندان حق نه لري چې د شخصي لیګونو تنظیموونکي واوسي. هر لوبغاړی او یا هم د ادارې کارکونکی چې له اداري قوانینو او پالیسیو څخه سرغړونه کوي، د کرکټ بورډ د نظم او ډسپلین کمېټه به ورسره د قانون په اساس چلند کوي او قانون به په ټولو یو ډول تطبیق کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ ژمن دی چې کرکټ د افغانستان ګوټ ګوټ ته ورسوي. په دې برخه کې کرکټ بورډ د ولسونو همکارۍ ته هم جدي ضرورت لري. ځینې کړۍ باید هڅه ونه کړي چې په ځينو مغرضو څرګندونو د کرکټ بورډ د قوانینو او پالیسیو د تطبیق مخه ونیسي. د افغانستان کرکټ بورډ د خپلو لوبغاړو، کارمندانو، د کرکټ لوبې او ولسونو په وړاندې مسولانه چلند کوي او ځان په هېواد کې د ننه د کرکټ د ټولو اصولو او قوانینو پلي کولو ته ژمن او مسول ګڼي. د افغانستان کرکټ‌ بورډ د کرکټ د ودې او پراختیا لپاره هر اقدام ستايي، حمایه کوي او مرسته کوي او له ټولو اړوندو افرادو، شرکتونو او ادارو څخه جدي هیله لري چې له کرکټ‌ بورډ سره د قانون او اصولو په تطبیق کې مرسته او همکاري وکړي.