افغان ابدالیانو پاکستان ته په ماتې ورکولو پایلوبې ته لار وموندله
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 06 Oct 2023

افغان ابدالیانو د اسیایي سیالیو په دویمه نیمه پایلوبه کې د پاکستان الف لوبډلې ته د ۴ ویکټو په توپیر سره ماتې ورکړه او د یادو لوبو پایلوبې ته ورسېده. افغان ابدالیانو لومړی په کوارټرفاینل لوبه کې د سریلانکا الف او نن په نیمه پایلوبه کې د پاکستان الف لوبډلې ته ماتې ورکړه. د یادو سیالیو پایلوبه به سبا سهار د افغان ابدالیانو او هندوستان الف لوبډلې تر منځ ترسره شي.
افغان ابدالیانو د اسیایي سیالیو پایلوبې ته په رسېدو سره د سرو او یا هم سپینو زرو مډال یقیني کړ. دوی که پایلوبه کې هندوستان ته ماتې ورکړي نو د سرو او که دویم مقام ونیسي نو د سپینو زرو مډال به ترلاسه کړي.
نن د یادو سیالیو په دویمه نیمه پایلوبه کې لومړی ګلبدین نایب د لوبې پچه وګټله او د پاکستان الف لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. یادې لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو د لوبې په ۱۸ اورونو کې یوازې د ۱۱۶ منډو هدف وټاکه. د دوی لپاره عمیر یوسف ۲۴ او عامر جمال ۱۴ منډې جوړې کړې.
د افغان ابدالیانو له لوري فریداحمد ملک ۳، قیس احمد او ظاهر خان پکتین ۲-۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړه.
افغان ابدالیانو د سیالې لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې په ۱۸م اور کې د ۶ ویکټو په تاوان ترلاسه کړی. د افغان ابدالیانو لخوا نورعلي ځدراڼ ۳۹، ګلبدین نایب ۲۶ ناسوځېدلې او افسر ځاځي ۱۳ منډې جوړې کړې. د پاکستان په ګټه عثمان قدیر او عرفات مینهاس ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې.
د یادونې وړ ده چې افغان ابدالیان به سبا سهار ۱۰:۳۰ بجې د هندوستان الف لوبډلې پر وړاندې د یادو سیالیو پایلوبه کې د لوبې ډګر ته ښکته شي.