د میوند اتلان لوبډلې د ماهیپر ستوري لوبډلې ته د ۱۳۵ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه

د افغانستان کرکټ بورډ اړوند د ۲۰۲۳م کال احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو په نهمه لوبه کې د میوند اتلان لوبډلې له یوې بهترینې لوبې وروسته د ماهیپر ستوري لوبډلې ته ۱۳۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په روانو سیالیو کې یې خپله دویمه بریا خپله کړه.
د میوند اتلان لوبډلې د ماهیپر ستوري لوبډلې ته د ۱۳۵ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه

د افغانستان کرکټ بورډ اړوند د ۲۰۲۳م کال احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو په نهمه لوبه کې د میوند اتلان لوبډلې له یوې بهترینې لوبې وروسته د ماهیپر ستوري لوبډلې ته ۱۳۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په روانو سیالیو کې یې خپله دویمه بریا خپله کړه.

د دغې لوبې پچه د میوند لوبډلې وګټله او لومړی یې خپله توپوهنه غوره کړه چې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې یې د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان سره ۳۳۸ منډې جوړې کړې. د دوی لپاره عمران میر ۱۰۳، جاوید احمدزي ۵۸، اعجاز احمدزي ۵۴ او عبدالهادي ۴۸ منډې جوړې کړې خو د ماهیپر ستوري لوبډلې په ګټه نعمت الله متونوال ۵، دولت ځدراڼ او ضیاءالرحمن هر یوه ۲ او فرمان الله یوه وېکټ ترلاسه کړه.

د ماهیپر ستوري لوبډلې د میوند اتلانو د ۳۳۷ منډو په ځواب کې د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان سره په لومړۍ پاڼۍ کې ۳۱۴ منډې جوړې کړې. د دوی لپاره نثار وحدت او محمد اسحاق هر یوه ۷۶، سمیع الله شینواري ۴۶، فرمان الله ۳۰ او ایمل شاهین ۲۹ منډې جوړې کړې. له بلې خوا د میوند اتلان لوبډلې په ګټه نسیم منګل ۷، ذوهیب خان ۲ او جمشید خان یوه وېکټ ترلاسه کړه.

د میوند اتلان لوبډلې په خپله دویمه پاڼۍ کې هم خورا ښه توپوهنه وکړه او د اعجاز احمد احمدزي د سلیزې (۱۰۷) او عبدالهادي د ۳۵ منډو پرمټ یې د ۲۱۳ منډې جوړې کړې چې په لومړۍ پاڼۍ کې یې د ۲۴ منډو مخکېوالي پرمټ یې د ماهیپر ستوري لوبډلې ته د ۲۳۸ منډو هدف وټاکه. د ماهیپر لپاره د توپ اچونې په دویمه پاڼۍ کې دولت ځدراڼ، نعمت متونوال او فرمان الله هر یوه ۳ او ضیاءالرحمن یوه وېکټ ترلاسه کړه.

د ماهیپر ستوري لوبډلې دغه هدف بشپړ نکړ او ټوله لوبډله یوازې په ۱۰۲ منډو له ډګره بهر شوه. د میوند اتلان لوبډلې په ګټه محمد ابراهیم او نسیم منګل ښه توپ اچونه وکړه او هر یوه ۳ وېکټې ترلاسه کړې، دغه راز جمشید خان ۲ او ذوهیب خان هم یوه وېکټ ترلاسه کړه، چې پرمټ یې د میوند اتلان لوبډلې د ۱۳۵ منډو په توپیر ستره بریا خپله کړه.

د میوند اتلان لوبډلې چټک توپ اچوونکی نسیم منګل چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې په دواړو پاڼيو کې ۱۰ وېکټې ترلاسه کړې، د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې وړ ده چې د میوند اتلان لوبډله به په خپله راتلونکې سیالۍ کې یو ځل بیا د ماهیپر ستوري لوبډلې پر وړاندې د راتلونکې دوشنبې په ورځ د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.