میوند اتلانو ماهیپر ستورو ته ماتې ورکړه

د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس لوبې چې اوس مهال په کندهار او ننګرهار کې روانې دي، نن میوند اتلانو د ۲۸ منډو په توپیر سره ماهیپر ستورو ته ماتې ورکړه. میوند اتلان لوبډله په نننۍ بریا سره د هندوکش سټرایکرز لوبډلې سره پایلوبې ته ورسېده. هندوکش د ۷۴ امتیازونو په لرلو سره لومړی او میوند د ۷۳ امتیازونو په لرلو سره دویم مقام لري.

د یادې لوبې پچه ماهیپر ستوري لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. میوند اتلان لوبډلې په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې ۱۷۶ منډې جوړې کړې، د دوی لپاره جاوید احمدزي ۵۰، محمد ریاض ۳۷ او جاوید سلیمانخېل ۳۲ منډې ترسره کړې. بلخوا د ماهیپر په ګټه عبدالباقي پوپل ۶ او بابر خان ۲ ویکټې ترلاسه کړې. 

ماهیپر ستورو په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د میوند د ۱۷۶ منډو ځواب کې ۲۱۵ منډې ترلاسه کړې. د یادې لوبډلې لپاره عبدالمالک ۷۵ او ایمل شاهین ۵۶ ناسوځېدلې منډې وکړې. د ویلو ده چې د میوند لوبډلې په ګټه عرب ګل مومند ۴، مجیب ځدراڼ او جمشېد خان هر یوه ۳ ویکټې په خپل نوم کړې. 

د میوند اتلان لوبډلې په خپلې دویمې پاڼۍ کې ۲۴۷ منډې ترلاسه کړې او د ۲۰۹ منډو هدف یې وټاکه. د دوی لپاره نور الرحمن ۷۸، جاوید سلیمانخېل ۵۱ او عمران میر ۳۲ منډې ترسره کړې. د ماهیپر په ګټه بلال سمیع ۵ او فیصل احمدزي ۳ ویکټې ترلاسه کړې. 

د ماهیپر ستوري لوبډلې په ټاکل شوې هدف پسې یوازې ۱۸۰ منډې جوړې کړې او د ۲۹ منډو په توپیر یې ماتې ومنله. د ستورو لپاره محمد اسحاق ۹۶ او رحمن الله ځدراڼ ۲۹ منډې جوړي کړې. د میوند اتلانو په توپ اچونه کې عرب ګل مومند ۶، مجیب ځدراڼ او جمشېدخان ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې 

د میوند اتلان لوبډلې ځوان لیګ بریکر عرب ګل مومند په یاده لوبه کې د ۱۰ ویکټو په ترلاسه کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. 

د یادونې وړ ده چې میوند اتلان لوبډله به د هندوکش سټرایکرز پر وړاندې د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس پایلوبه ترسره کړي.