میوند اتلانو د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس اتلولي وګټله
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 20 Sep 2023
د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو شپږم پړاو نن د میوند اتلانو لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېده. یادې سیالۍ چې د اګسټ میاشتې پر ۱۰مه د ننګرهار، خوست او کندهار په کوربتوب پیل شوې وې، پایلوبې ته یې هندوکش سټرایکرز او میوند اتلان لوبډلو لاره وکړه. هندوکش لوبډلې د لوبې پر دریمه ورځ یوازې د ۵۶ منډو هدف د میوند اتلانو ته وټاکه او د ۷ ویکټو په توپیر یې ماتې ومنله.
په احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو کې سږکال هندوکش سټرایکرز، پامیر لیجنډز، میوند اتلان او ماهیپر ستوري لوبډلو برخه اخیستې وه، چې هندوکش د ۹۴ او میوند اتلانو د ۷۳ زیاتو امتیازونو په خپلولو سره د یادو سیالیو پایلوبې ته لاره وکړه.
دغه پایلوبه چې د دوشنبې پر ورځ د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې ترسره شوه. میوند اتلانو د لوبې پچه وګټله او لومړی یې هندوکش سټرایکرز ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
د هندوکش لوبډلې په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې د افتاب عالم ۸۳ ناسوځېدلو، دروېش رسولي ۸۰ او شبیر نوري ۶۵ منډو پر مټ ۳۳۴ منډې ترلاسه کړې. بلخوا د میوند په توپ اچونه کې مجیب ځدراڼ ۳، ابراهیم عبدالرحیمزي او اعجاز احمدزي هر یوه ۲ ویکټې په خپل نوم کړې.
د هندوکش د ۳۳۴ منډو ځواب کې د میوند اتلانو ۳۶۶ منډې جوړې کړې او د ۳۲ مندو مخکیوالی یې ترلاسه کړی. د یادې لوبډلې په ګټه عمران میر ۱۱۲، اعجاز احمدزي ۷۰ او ناصر جمال ۶۷ منډې وکړې. باید وویل شي چې د هندوکش لوبډلې په توپ اچونه کې افتاب عالم او کامل کاکړ ۳-۳ او نوید ځدراڼ ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګر بهر کړه.
د لوبې پر دریمه ورځ هندوکش سټرایکرز لوبډلې د میوند اتلانو د ۳۲ منډو پور په ځواب کې ۲۵ منډې جوړې کړې او ۲ لوبغاړي یې له لاسه ورکړه خو د لوبې پر دریمه ورځ یادې لوبډلې یوازې ۸۷ منډو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړه او د ۵۶ منډو هدف یې وټاکه. د دوی لپاره دروېش رسولي زیاتې ۲۶ منډې جوړې کړې. د میوند لپاره نسیم منګل ۵، ابراهیم عبدالرحیمزي او عرب ګل مومند ۲-۲ ویکټې په خپل نوم کړې.
میوند لوبډلې د هندوکش لوبډلې د ۵۶ منډو هدف د ۳ ویکټو په تاوان سره ترلاسه کړی او د شپږم پړاو فرسټ کلاس لوبو اتلولي یې خپله کړه. د دوی په توپوهونکو کې عبدالهادي ۳۵ او اصف موسی زي ۱۴ ناسوځېدلې منډې وکړې. د هندوکش له لوري فتاب عالم ۲ او نوید ځدراڼ ۱ لوبغاړی د لوبې له میدانه رخصت کړ.
د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس شپږم پړاو د غوره لوبغاړو د جایزو په ترڅ کې د میوند اتلانو چټک توپ اچوونکی نسیم منګل د ۶ ویکټو په ترلاسه کولو د لوبې غوره لوبغاړی. د ماهیپر ستورو پیلیز توپوهونکی عبدالمالک د ۶۲۱ منډو په جوړولو د لوبو غوره توپوهونکی، د هندوکش چټک توپ اچوونکی نوید ځدراڼ په ۳۳ ویکټو د سیالیو غوره توپ اچوونکی، د هندوکش لوبغاړی افتاب عالم په ۱۸۷ منډو او ۲۶ ویکټو په ترلاسه کولو د لوبو غوره الراونډر او د میوند اتلانو لیګ بریکر عرب ګل مومند د ۲۴ ویکټو په اخسیتلو د لوبو ځوان یا ایمرجینګ لوبغاړی ونومول شو.