ماهیپر ستورو هندوکش سټرایکرز ته ماتې ورکړه

د اتصالات لېسټ اې - یو ورځنیو سیالیو په لسمه لوبه کې د ماهیپر ستورو لوبډلې له یوې هر اړخیزې لوبې وروسته د هندوکش سټرایکرز لوبډلې ته د ۷ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او په روانو سیالیو کې یې څلورمه بریا خپله کړه.
ماهیپر ستورو هندوکش سټرایکرز ته ماتې ورکړه

د اتصالات لېسټ اې - یو ورځنیو سیالیو په لسمه لوبه کې د ماهیپر ستورو لوبډلې له یوې هر اړخیزې لوبې وروسته د هندوکش سټرایکرز لوبډلې ته د ۷ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او په روانو سیالیو کې یې څلورمه بریا خپله کړه.

د یادې لوبې پچه د هندوکش سټرایکرز لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. دغې لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان سره ۲۶۴ منډې جوړې کړې، چې اعجاز احمد په ۹۸ منډو له ټولو مخکښ توپوهونکی و. دغه راز شمس الرحمن ۵۲ او افسر ځاځي هم ۴۴ منډې جوړې کړې. له بلې خوا د ماهیپر ستورو په ګټه فرید احمد او ګلبدین نایب ۳-۳، ظاهر خان ۲، ضیاءالرحمن او عرب ګل مومند یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د ماهیپر ستورو لوبډلې د یاد هدف په ځواب کې خورا ښه پیل واخیست او تر پایه یې ښه توپوهنه وکړه چې په پایله کې یې یاد هدف د دویمې پاڼۍ به ۳۸م اور کې یوازې د ۳ لوبغاړو په زیان سره ترلاسه کړ او څلورمه پرلپسې بریا یې په خپل نوم ثبت کړه. د دغې لوبډلې په ګټه نوید عبید ۷۱، لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ۶۴، مسعود ګربز ۵۲، الله نور ناصري ۴۰* او سمیع الله شینواري ۲۵* منډې جوړې کړې. د هندوکش سټرایکرز لوبډلې په ګټه شمس الرحمن، وفادار مومند او زبید اکبري یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه. 

د ماهیپر ستوري لوبډلې تکړه پیلیز توپوهونکي نن د هندوکش ستورو پر وړاندې خورا ښه توپوهنه وکړه. نوموړي په ۴۲ توپونو د ۱۲ څلوریزو او یوې شپږیزې پرمټ ۷۱ چټکې منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې وړ ده چې د اتصالات لېسټ اې – یو ورځنیو سیالیو په دوام به سبا سهار د ماهیپر ستورو لوبډله د پامیر لیجینډز لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.