ماهیپر ستورو لومړۍ بریا خپله کړه
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 27 Aug 2023
د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس (څلور ورځنۍ) سیالیو په ترڅ کې نن د ماهیپر ستوري لوبډلې په ۲۵۰ منډو توپیر سره پامیر لیجنډز لوبډلې ته ماتې ورکړه او په روانو سیالیو کې یې لومړۍ بریا ترلاسه کړه. تر دې وړاندې ماهیپر لوبډلې هندوکش سټرایکرز لوبډلې ته لومړۍ لوبه بایللې او یوه یې ورسره بې پایلې ختمه کړې وه. اوس د یادو سیالیو په جدول کې لومړی میوند اتلان، دویم هندوکش سټرایکرز، دریم ماهیپر ستوري او څلورم پامیر لیجنډز ځای لري.
د ماهیپر ستورو او پامیر لیجنډز لوبډلو ترمنځ یاده سیالۍ چې د تېرې پنجشنبې پر ورځ د کندهار په کرکټ لوبغالي کې پیل شوې وه، پامیر د لوبې پچه ګټلې وه او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه کړې وه.
ماهیپر لوبډلې لومړۍ پاڼۍ کې د نورعلي ځدراڼ ۱۲۶ او نثار وحدت د ۹۵ منډو پر مټ ۳۲۲ منډې ترسره کړې. بل لور ته د پامیر لوبډلې په توپ اچوونکو کې لوبډلمشر یمین احمدزي ۵ او محیب الله زرمتي ۳ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړه.
د ماهیپر ۳۲۲ منډو ځواب کې پامیر خپلې لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په تاوان سره ۲۱۴ منډې ترسره کړې چې ماهیپر ۱۰۸ منډې مخکیوالی ځیني ترلاسه کړ. د دوی لپاره افسر ځاځي ۷۹ او حیات الله ناصري ۳۵ منډې جوړې کړې. د ماهیپر په ګټه ضیاء الرحمن اکبر ۴، دولت ځدراڼ ۳ او بابر خان ۲ ویکټې په خپل نوم کړې.
د لوبې په دریمه پاڼۍ کې ماهیپر لوبډلې ۲۸۷ منډې جوړې کړې او د ۳۹۶ منډو هدف یې سیالې لوبډلې ته وټاکه. د دوی لپاره عبدالمالک ۱۴۱، رحمن الله ځدراڼ ۳۵ او نور علي ځدراڼ ۳۳ منډې ترلاسه کړې. د ویلو ده چې د پامیر لوبډلې په توپ اچونه کې خلیل ګربز ۴ او نوید زابلي ۳ لوبغاړي د لوبې له میدانه رخصت کړه.
په څلورمه پاڼۍ کې پامیر لوبډلې د ماهیپر ۳۹۶ منډوهدف په ځواب کې یوازې ۱۴۵ منډې جوړې کړې او د ۲۵۰ منډو په لوی توپیر یې ماتې ومنله. د پامیر په توپوهنه کې الله نور ناصري ۴۱ او یمین احمدزي ۲۰ منډې ترسره کړې. د ماهیپر له لوري بلال سمیع ۴ او نجات مسعود ۳ ویکټې ترلاسه کړې.
د ماهیپر ستورو پیلیز توپوهونکی نورعلي ځدراڼ په ۳۳ او ۱۲۶ منډو جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.