ماهیپر ستورو په لوی توپیر بریا خپله کړه
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 17 Oct 2024
د اتصالات احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس اووم پړاو څلور ورځنۍ لوبې چې د ننګرهار ولایت په دوو بېلابېلو لوبغالو کې روانې دي، نن یې په دوولسمه لوبه کې د ماهیپر ستوري لوبډلې د ۷ ویکټو په توپیر سره د میوند اتلان لوبډلې ته ماتې ورکړه او په روانو لوبو کې یې دریمه بریا په خپل نوم کړه. ماهیپر لوبډلې په یادو لوبو کې درې لوبې وګټلې چې د ۶۵ کمو امتیازونو په درلودلو سره له پایلوبې پاتې شوه. باید وویل شي چې د اتصالات احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس اووم پړاو پایلوبه به د میوند اتلان او پامیر لیجنډز لوبډلو ترمنځ راتلونکې سه شنبه پیل شي.
د میوند او ماهیپر ترمنځ د یادې لوبې پچه د میوند اتلان لوبډلې وګټله او لومړی یې خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه. میوند لوبډلې په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په تاوان سره یوازې ۱۰۴ منډې جوړې کړې. د میوند لوبډلې په توپوهنه کې نسیم منګل تر نورو زیاتې ۲۰ منډې جوړې کړې. بلخوا د ماهیپر ستورو په ګټه ابراهیم شریفي ۵ او شمس الرحمن ۳ ویکټې ترلاسه کړې.
د ماهیپر ستورو لوبډلې د میوند اتلانو د ۱۰۴ منډو ځواب کې ۲۵۳ منډې جوړې کړې او د د۴۹ منډو مخکیوالی یې ترلاسه کړی. د دوی په ګټه اعجاز احمد ۶۵، یوسف شاه ۵۸ او ریاض حسن ۴۱ منډې جوړې کړې. د میوند لوبډلې د توپ اچونې په برخه کې عرب ګل مومند ۵ او یونس ځدراڼ ۴ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.
میوند اتلان لوبډلې د ماهیپر ستورو لوبډلې د ۱۴۹ اضافي منډو په ځواب کې ټولې ۲۱۴ منډې جوړې کړې او یوازې د ۶۶ منډو هدف یې وټاکه. د میوند توپوهنه کې یونس ځدراڼ ۶۲ او جمشېد ځدراڼ ۴۰ منډې ترسره کړې. باید وویل شي چې د ماهیپر ستورو په توپ اچونه کې ظاهر شهزاد ۶ او حمزه هوتک ۳ ویکټې په خپل نوم کړې.
د ماهیپر ستورو لوبډلې د میوند اتلانو د ۶۶ منډو هدف د دریو ویکټو په تاوان سره په اسانۍ ترلاسه کړی او د ۷ ویکټو په توپیر یې بریا خپله کړه. د ستورو په ګټه الله نور ناصري ۳۰ ناسوځېدلي منډې جوړې کړې.
د لوبې په پای کې د ماهیپر ستورو چټک توپ اچوونکی محمد ابراهیم شریفي دذد ۶ ویکټو په ترلاسه کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د یادونې وړ ده چې د اتصالات احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس اووم پړاو پایلوبه د پامیر لیجنډز او میوند اتلان لوبډلو ترمنځ راتلونکې سه شنبه د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې پیل شي.