پامیر لیجینډز لوبډلې ستره بریا خپله کړه

د اتصالات لېسټ اې - یو ورځنیو سیالیو په ۱۱مه لوبه کې د پامیر لیجینډز لوبډلې له یوې خورا غوره توپوهنې وروسته د ماهیپر ستورو  لوبډلې ته د ۷ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او په روانو سیالیو کې یې خپل سفر په دوه پرلپسې بریاو سره پای ته ورساوه.
پامیر لیجینډز لوبډلې ستره بریا خپله کړه

د اتصالات لېسټ اې - یو ورځنیو سیالیو په ۱۱مه لوبه کې د پامیر لیجینډز لوبډلې له یوې خورا غوره توپوهنې وروسته د ماهیپر ستورو  لوبډلې ته د ۷ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او په روانو سیالیو کې یې خپل سفر په دوه پرلپسې بریاو سره پای ته ورساوه.

د دغې لوبې پچه د ماهیپر ستورو لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي وګټله او په خپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. یادې لوبډلې د دغې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې خورا ښه توپوهنه وکړه او د خپلو ۷ لوبغاړو په زیان سره یې ۳۰۳ منډې جوړې کړې. د یادې لوبډلې په ګته ځوان توپوهونکي بلال احمد ۱۱۶، ګلبدین نایب ۷۰ او رحمن الله ځدراڼ ۴۹ منډې جوړې کړې. له بلې خوا د پامیر لیجینډز لوبډلې په ګټه نویډ ځدراڼ ۳، بابر خان ۲، حقمل اریا او لعل باز سینزي یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د ماهیپر ستورو لوبډلې د دغه هدف په ځواب کې که څه هم خپل لومړی لوبغاړی په ۱۱ منډو کې له لاسه ورکړ خو نورو دوه توپوهونکو شاهدالله کمال او لوبډلمشر دروېش رسولي خورا زړوره لوبه وکړه. دواړو لوبغاړو سلیزې جوړې کړې او دغه ستر هدف یې په ۴۸.۴ اورونو کې د خپلو درې لوبغاړو په زیان سره ترلاسه کړ او دغه لوبه یې د ۷ ویکټو په توپیر په خپله ګټه پای ته ورسوله.

د یادې لوبډلې په ګټه لوبډلمشر دروېش رسولي ۱۴۳*، شاهدالله کمال ۱۳۳ او اعجاز احمدزي ۱۷* منډې جوړې کړې. له بلې خوا د ماهیپر ستورو لوبډلې په ګټه ظاهر خان دوه او ضیاءالرحمن شریفي یوه ویکټ ترلاسه کړه. د پامیر لیجینډز لوبډلې لوبډلمشر او تکړه توپوهونکي دروېش رسولي نن د ماهیپر ستورو لوبډلې پر وړاندې لوبه کې خورا غوره توپوهنه وکړه. نوموړي ۱۲۴ توپونه ولوبول او د ۱۴ څلوریزو او ۳ شپږیزو پرمټ یې ۱۴۳ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او په روانو سیالیو کې د دویم ځل لپاره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې وړ ده چې په دغې لوبې سره په یادو سیالیو کې د پامیر لیجینډز لوبډلې سفر پای ته ورسېد. د دغو سیالیو په ترڅ کې به سبا سهار د هندوکش سټرایکرز لوبډله د میوند اتلانو لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.