هندوکش سټرایکرز د میوند اتلانو ته ستره ماتې وکړه

د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس (څلور ورځنۍ) سیالۍ چې اوسمهال د کندهار او ننګرهار په کوربتوب روانې دي، هندوکش لوبډلې په خپله څلورمه لوبه کې میوند اتلانو ته ماتې ورکړه او په روانو سیالیو کې یې دویمه بریا خپله کړه. هندوکش په یادې بریا سره خپل امتیازونه ۵۴ ته ورسول او د لوبو جدول کې یې لومړی مقام ونیوه.
هندوکش سټرایکرز د میوند اتلانو ته ستره ماتې وکړه

د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس (څلور ورځنۍ) سیالۍ چې اوسمهال د کندهار او ننګرهار په کوربتوب روانې دي، هندوکش لوبډلې په خپله څلورمه لوبه کې میوند اتلانو ته ماتې ورکړه او په روانو سیالیو کې یې دویمه بریا خپله کړه. هندوکش په یادې بریا سره خپل امتیازونه ۵۴ ته ورسول او د لوبو جدول کې یې لومړی مقام ونیوه.

 

د هندوکش او میوند لوبډلو ترمنځ سیالۍ چې تېره پنجشنبه د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې پیل شوه، میوند اتلانو پکې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. هندوکش لوبډلې په خپل لومړي وار توپوهنې سره د برکت الله ابراهیمزي ۹۳ او شبیر نوري ۸۴ منډو پر مټ ۲۶۰ منډې جوړې کړې. بلخوا د میوند لوبډلې په توپ اچونه کې اعجاز احمدزي او عرب ګل مومند هر یوه ۳ ویکټې، همدا راز نسیم منګل ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

 

د میوند اتلانو د هندوکش سټرایکرز ۲۶۰ منډو ځواب کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۹۳ منډې ترلاسه کړې چې هندوکش سټرایکرز ورڅخه ۶۷ منډې مخکیوالی واخیست. د دوی لپاره محمداصف موسی زي ۶۱ او ناصر جمال ۲۴ منډې جوړې کړې. باید وویل شي چې د هندوکش په توپ اچوونکو کې نوید ځدراڼ ۵، افتاب عالم او ضیاء الرحمن شریفي هر یوه ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړه.

 

د یادې سیالۍ په دریمې پاڼۍ کې هندوکش لوبډلې ۲۷۳ منډې ترسره کړې او ۳۴۱ منډې هدف یې وټاکه. د هندوکش په ګټه بلال احمد ترین ۹۴، شبیر نوري ۶۹ او ننګیالي خروټي ۳۶ منډې وکړې. د میوند اتلانو لپاره په توپ اچونه کې نسیم منګل ۵ او محمد ابراهیم ۳ ویکټې په خپل نوم کړې.

 

د هندوکش لخوا ټاکل شوې هدف په ځواب کې میوند لوبډلې د لوبې پر وروستۍ ورځ یوازې ۲۱۶ منډې لاسته راوړې او د ۱۲۴ منډو په لوی توپیر یې ماتې ومنله. د میوند لوبډلې په توپوهنه کې ناصر جمال ۵۹، جاوید احمدزي ۵۵ او عبدالهادي ۴۶ منډې جوړې کړې. د هندوکش په توپ اچوونکو کې افتاب عالم او ضیاء الرحمن شریفي ۳-۳ او نوید ځدراڼ ۲ لوبغاړي د لوبې له میدانه بهر کړه.

 

د هندوکش سټرایکرز لوبډلې پیلیز توپوهونکی شبیر نوري د ۸۴ او ۶۹ منډو په جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړ ونومول شو.

 

د یادونې وړ ده چې هندوکش سټرایکرز به د پامیر لیجنډز پر وړاندې د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې او همدا راز میوند اتلان لوبډله به د ماهیپر ستوري پر وړاندې د کندهار په کرکټ لوبغالي کې راتلونکې سه شنبه د لوبې ډګر ته ښکته شي.