هندوکش سټرایکرز لوبډلې پنځمه بریا هم خپله کړه

د اتصالات لېسټ اې - یو ورځنیو سیالیو په ترڅ کې د هندوکش سټرایکرز لوبډلې د یوې هر اړخیزې لوبې په پایله کې د میوند اتلان لوبډلې ته د ۴۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په روانو سیالیو کې یې پنځمه بریا خپله کړه.
هندوکش سټرایکرز لوبډلې پنځمه بریا هم خپله کړه

د اتصالات لېسټ اې - یو ورځنیو سیالیو په ترڅ کې د هندوکش سټرایکرز لوبډلې د یوې هر اړخیزې لوبې په پایله کې د میوند اتلان لوبډلې ته د ۴۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په روانو سیالیو کې یې پنځمه بریا خپله کړه.

د دغې لوبې پچه د میوند اتلان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. د هندوکش سټرایکرز لوبډلې د میوند اتلانو پر وړاندې د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ۸ لوبغاړو په زیان سره ۲۷۸ منډې جوړې کړې. د دغې لوبډلې په ګټه لوبډلمشر رحمت شاه ۹۶، افسر ځاځي ۸۰، وفي الله تره خېل ۲۵، ننګیال خروټي ۲۴ او شمس الرحمن ۱۸* منډې جوړې کړې. له بلې خوا د میوند ساتونکو په ګټه شرف الدین اشرف ۳، یما عرب ۲ او قیس احمد یوه ویکټ ترلاسه کړه.

هندوکش لوبډلې د یاد هدف په دفاع کې خورا ښه توپ اچونه وکړه او د سیالې لوبډلې ټول لوبغاړي یې په ۲۳۸ منډو له ډګره بهر کړل. د یادې لوبډلې لپاره علي احمد ناصر ۶۷ او عبدالله تره خېل ۶۰ منډې جوړې کړې خو لوبه د توپ اچوونکو په واک کې وه چې پر مټ یې هندوکش لوبډلې خپله پنځمه بریا هم خپله کړه. د هندوکش لپاره په دغه لوبه کې خلیل ګربز ۵، محمد ګل او ننګیال خروټي ۲-۲ او شمس الرحمن یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د هندوکش سټرایکرز لوبډلې تکړه لیګ برېک توپ اچوونکي خلیل ګربز د میوند اتلانو پر وړاندې خورا ښه توپ اچونه وکړه. نوموړي په خپلو ۱۰ اورونو کې د ۵۳ منډو په بدل کې ۵ ویکټې ترلاسه کړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

په دې سره د اتصالات لېسټ اې – یو ورځنیو سیالیو لومړی پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې چې له مخې یې د هندوکش سټرایکرز او د ماهیپر ستورو لوبډلو د یادو سیالیو د لومړي پړاو د دوه مخکښو لوبډلو په توګه د یادو سیالیو وروستۍ پایلوبې ته لاره ومونده چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ به په کندز کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.