هندوکش سټرایکرز لوبډلې په پرلپسې ډول خپله څلورمه بریا ترلاسه کړه
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 17 Jul 2024
د ۷م پړاو اتصالات لېسټ اې - یو ورځنیو سیالیو په ترڅ کې نن د هندوکش سټرایکرز لوبډلې د خورا غوره هر اړخیزې لویې په پایله کې د پامیر لیجینډز لوبډلې ته د ۸ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او په روانو سیالیو کې څلورمه پرلپسې بریا خپله کړه.
د یادې لوبې پچه پامیر لیجینډز لوبډلې وګټله او د هندوکش لوبډلې پروړاندې یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. د پامیر لیجینډز لوبډلې لپاره پیلیز توپوهونکو ریاض حسن ۱۰۱، ارشاد الدین ساپي ۳۳ منډو جوړولو سره ښه پیل واخسته، ورپسې اکرام علي خېل ۴۵ ، او اعجاز احمدزي د ۲۴ منډو پر مټ ۲۵۴ منډې جوړې کړې او سیالې هندوکش سټرایکرز لوبډلې ته یې د ۲۵۵ منډو هدف ورکړ. هندوکش لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې شمس الرحمن ۳، وفادار مومند او محمد ګل یوه یوه ویکټ ترلاسه کړه.
په دویمه پاڼۍ کې هندوکش لوبډلې په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او سیالې لوبډلې ته یې د ۸ ویکتو په توپیر ستره ماتې ورکړه. د هندوکش لوبډلې لپاره عبدالمالک ۱۳۰ او رحمت شاه زرمتي ۱۰۰ منډې جوړې کړې او یاد هدف یې په ۳۷م اور کې ترلاسه کړ او په دې سره یې په پرلپسې ډول څلورمه بریا خپله کړه. د پامیر لیجینډز له توپ اچوونکو یواځې لال باز وکولی شول دوه وېکټې ترلاسه کړي.
د هندوکش سټرایکرز لوبډلې تکړه پیلیز توپوهونکی عبدالمالک د پامیر لوبډلې پروړاندې په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او په ۱۱۲ توپونو یې د ۱۷ څلوریزو او یوې شپږیزې پرمټ ۱۳۰ منډې ترسره کړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.