پامیر لیجینډز میوند اتلانو ته د ۳۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه

د اتصالات لېسټ اې - یو ورځنیو سیالیو په نهمه لوبه کې د دروېش رسولي په مشرۍ د پامیر لیجینډز لوبډلې له یوې هر اړخیزې لوبې وروسته د میوند اتلان لوبډلې ته د ۳۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په روانو سیالیو کې یې لومړۍ بریا خپله کړه.  
پامیر لیجینډز میوند اتلانو ته د ۳۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه

د اتصالات لېسټ اې - یو ورځنیو سیالیو په نهمه لوبه کې د دروېش رسولي په مشرۍ د پامیر لیجینډز لوبډلې له یوې هر اړخیزې لوبې وروسته د میوند اتلان لوبډلې ته د ۳۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په روانو سیالیو کې یې لومړۍ بریا خپله کړه.  

د دغې لوبې پچه د میوند اتلان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. پامیر لیجینډز لوبډلې د میوند اتلان لوبډلې د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د لوبډلمشر دروېش رسولي د بهترینې سلیزې او ۱۴۸ منډو پرمټ د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان سره ۲۷۴ منډې جوړې کړې. د یادې لوبډلې په ګټه په نورو توپوهونکو کې ناصر جمال ۳۹ او محمد ریاض ۲۷ منډې جوړې کړې. دغه راز د میوند اتلانو لپاره محمدالله او یوسف ځاځی هر یوه ۳، شرف الدین اشرف ۲، ابراهیم عبدالرحیمزي او صدیق اتل یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

پامیر لیجینډز لوبډلې د یاد هدف په دفاع کې خورا غوره توپ اچونه هم وکړه او د لعل باز سینزي، نوید ځدراڼ او عبدالباقي د غوره توپ اچونې پرمټ یې سیاله میوند اتلان لوبډله په ۲۴۰ منډو له ډګره بهر کړه او په دې سره یې د ۳۴ مندو په توپیر بریا خپله کړه. د پامیر لوبډلې په ګټه لعل باز او نوید ځدراڼ ۳-۳، عبدالباقي ۲ او محمد ریاض یوه ویکټ ترلاسه کړه. د میوند اتلان لوبډلې په ګټه بهیر شاه محبوب ۸۰، اسلام ځاځي ۴۷ او محمد اکرم ۴۶ منډې جوړې کړې خو هدف یې بشپړ نکړی شو او په روانو سیالیو کې یې خپله څلورمه لوبه په ۳۴ منډو وبایلله.

د پامیر لیجینډز لوبډلې لوبډلمشر او تکړه توپوهونکي دروېش رسولي نن د میوند اتلانو پر وړاندې لوبه کې خورا ښه توپوهنه وکړه. نوموړي په ۱۲۱ توپونو د ۸ څلوریزو او ۶ شپږیزو پرمټ ۱۴۸ منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې وړ ده چې د یادو سیالیو په ترڅ کې به سبا سهار د هندوکش سټرایکرز لوبډله د ماهیپر ستورو لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.