بست لوبډلې د میرویس نیکه درې ورځنیو لوبو لومړی مقام خپل کړ

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ برخه د میرویس نیکه جام درې ورځنۍ سیالۍ چې هر کال د هېواد د پنځو زونونو تر منځ ترسره کیږي، سږ کال پکې بست لوبډلې لومړی مقام ترلاسه کړی. دغه سیالۍ چې د ننګرهار په دوو لوبغالو کې ترسره شوې، د مې میاشتې پر لومړۍ نېټه پیل او نن د جون پر ۴مه پای ته ورسېدې.
بست لوبډلې د میرویس نیکه درې ورځنیو لوبو لومړی مقام خپل کړ

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ برخه د میرویس نیکه جام درې ورځنۍ سیالۍ چې هر کال د هېواد د پنځو زونونو تر منځ ترسره کیږي، سږ کال پکې بست لوبډلې لومړی مقام ترلاسه کړی. دغه سیالۍ چې د ننګرهار په دوو لوبغالو کې ترسره شوې، د مې میاشتې پر لومړۍ نېټه پیل او نن د جون پر ۴مه پای ته ورسېدې.

د میرویس نیکه جام درې ورځنۍ لوبې چې په سور رنګ توپ او سپینو جامو کې ترسره کیږي، ځلېدونکي لوبغاړي یې د احمدشاه ابدالي څلور ورځنیو (فرسټ کلاس) لوبو ته لاره کوي. په یادو سیالیو کې تر بل هر وخت زیاتو ځوانو لوبغاړو ګډون درلود چې ځلیدل یې د افغانستان د کرکټ راتلونکي لپاره ښه زېری دی.

 

په میرویس نیکه جام لوبو کې د هېواد د پنځو زونونو لوبډلو ګډون درلود چې بست پکې د دوو بریاوو او ۶۶ امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی، مس عینک په یوې بریا او ۵۳ امتیازونو دویم، سپین غر په یوې بریا او ۵۱ امتیازونو دریم، امو په یوې بریا او ۳۴ امتیازونو څلورم او بندامیر لوبډلې پرته له کومې بریا په ۲۷ امتیازونو ترلاسه کولو سره د دغه لوبو پنځم مقام خپل کړی.
 

یادې سیالۍ چې موخه یې د کورني کرکټ وده او پیاوړي لوبغاړي د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس لوبو ته ورکول دي، د توپوهنې په برخه کې یو شمېر لوبغاړي تر نورو ښه وځلېده. په یاده لیکه کې ارشاد الدین ساپي د ۳۹۳ منډو په جوړولو لومړی، اصف موسی زي د ۳۶۹ منډو په جوړولو دویم، ضیاء الحق عیسی خېل د ۳۵۸ منډو په جوړولو دریم، اسلام ځاځي د ۲۸۰ منډو په جوړولو څلورم او عثمان نوري د ۲۵۲ منډو په جوړولو سره پنځم مقام ترلاسه کړی.

همدا راز د توپ اچونې په برخه کې د مس عینک لوبډلې لیګ بریکر خلیل ګربز په ۱۷ ویکټو لومړی، د بست لوبډلې لیګ بریکر عبدالباقي پوپل په ۱۵ ویکټو دویم، د امو لوبډلې الراونډر جمعه ګل میاخېل په ۱۴ ویکټو دریم، د مس عینک لوبډلې ښي لاسي چټک توپ اچوونکي اکرام مومند په ۱۳ ویکټو څلورم او د بست لوبډلې چپ لاسي چټک توپ اچوونکي بشیر احمد افغان په ۱۲ ویکټو سره پنځم مقام ونیوه.

 

د یادونې وړ ده چې د افغانستان کرکټ بورډ هر کال په دوامداره توګه د کورني کرکټ سیالۍ ترسره کوي، چې له مخې یې وړ او با استعداده لوبغاړي ملي لوبډلو او د کورني کرکټ سترو فرسټ کلاس، لیسټ اې او شپږیزه کرکټ لیګ لوبو ته لار پیدا کوي.