بندامیر سپین غر ته په ماتې ورکولو نیمه پایلوبې ته لاره وموندله

د غازي امان الله خان جام اتمه لوبه نن د سپین غر او بند امیر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه بندامیر لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. د سپین غر لوبډلې د لوبې په ۴۵ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدلو سره سیالې لوبډلې ته د ۲۲۹ منډو هدف وټاکه.

د سپین غر لپاره په توپ وهنه کې ناصر عمر ۸۱ منډې، طاهر عادل ۷۲ منډې او تمیم سرخرودي ۲۲ منډې ترسره کړې بلخوا د بندامیر لپاره په توپ اچونه کې شفیق الله غفاري ۲ ویکټې، عبدالرحمان، نجات مسعود او زبید اکبري هر یوه یو-یو لوبغاړی وسوځاوه.

بندامیر لوبډلې د سپین غر لخوا ورکړل شوی هدف د لوبې په ۴۴ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په زیان سره ترلاسه کړی، د دوی لپاره ځوان پیلیز توپ وهونکي زبید اکبري ۱۰۵ منډې او ضیاء الحق پرواني ۷۳ ناسوځېدلې منډې جوړي کړې، د سپین غر په ګټه توپ اچونه کې طاهر عادل، عبدالله عادل او باطن شاه هر یوه یو-یو لوبغاړی وسوځاوه.

په دې سره د غازي امان الله خان جام روانو لوبو کې د سپین غر لوبډلې سفر پرته له کومې بریا پای ته ورسېده او بست، امو، بندامیر او مس عینک یې نیمه پایلوبو ته لاره وموندله.
سبا سهار ۹:۰۰ بجې به امو له مس عینک سره سیالۍ وکړي.