د حشمت الله شهیدي، اصغر افغان او راشد خان د غوره لوبې پرمټ افغانستان بریا ترلاسه کړه

د ابوظبي سن شاین ټېسټ لوبلړۍ دویمه لوبه افغانستان د شپږ وېکټو په توپیر وګټله، د حشمت الله شهیدي او د اصغر افغان اوږده ملګرتیا او د راشد خان غوره توپ اچونه د دې باعث شوه چې زمبابوې ته ماتې ورکړي او یاده لوبلړۍ مساوي پای ته ورسوي.
د حشمت الله شهیدي، اصغر افغان او راشد خان د غوره لوبې پرمټ افغانستان بریا ترلاسه کړه

د ابوظبي سن شاین ټېسټ لوبلړۍ دویمه لوبه افغانستان د شپږ وېکټو په توپیر وګټله، د حشمت الله شهیدي او د اصغر افغان اوږده ملګرتیا او د راشد خان غوره توپ اچونه د دې باعث شوه چې زمبابوې ته ماتې ورکړي او یاده لوبلړۍ مساوي پای ته ورسوي.

دغه لوبه چې د عربي متحده اماراتو په شېخ زاید کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، په پیل کې پچه افغانستان وګټله او خپله یې د لومړۍ لوبې په څېر د منډو جوړولو پرېکړه وکړه، په دغه لوبه کې پنځه بدلونونه هم راغلي و چې د عبدالمالک، منیر احمد کاکړ، ظاهر خان، عبدالواسع نوري او یمین احمدزي پر ځای جاوید احمدي، ناصر جمال، راشد خان، شاهدالله کمال او سید احمد شیرزاد ته په یوولس کسیزه لوبډله کې ځای ورکړل شوی و.

دا چې د لومړۍ لوبې په پرتله دویمه لوبه کې ویشتن ځای د منډو جوړولو لپاره ښه و؛ نو په لومړۍ پاڼۍ کې افغانستان یوازې د څلورو وېکټو په غورځېدو د لوبډلمشر اصغر افغان او حشمت الله شهیدي د تاریخي ۳۰۷ منډو ملګرتیا پر مټ ۵۴۵ منډې ترسره کړې، ابراهیم ځدراڼ د تېرې لوبې په څېر ښه وځلېد او ۷۲ منډې یې جوړې کړې، جاوید احمدي ته چې په لومړۍ لوبه کې ځای نه و ورکړل شوی په دویمه لوبه کې ښه و نه ځلېد او یوازې څلور منډې یې ترسره کړې، رحمت شاه د اوږدې پاڼۍ لوبولو لپاره لوبغالي ته راغی خو بخت ورسره یاري و نه کړه او په ۲۴ منډو په منډه (رن اوټ) وسوځېد؛ خو د حشمت الله شهیدي ۲۰۰* نا سوځېدلو، اصغر افغان ۱۶۴ او د ناصر جمال ۵۵* نا سوځېدلو منډو وکولی شول چې افغانستان د خپل ټېسټ کرکټ ډېرې منډې ترسره کړي.

د زمبابوې لپاره په لومړۍ پاڼۍ کې یوازې سکندر رضا، نیا چي او راین برل یوه، یوه وېکټ تر لاسه کړه. زمبابوې لوبډله د افغانستان پر وړاندې د ابوظبي سن شاین ټېسټ لوبلړۍ د دویمې لوبې د لومړۍ پاڼۍ لوبولو لپاره لوبغالي ته راغله او د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۲۸۷ منډې ترسره کړې، چې د سکندر رضا ۸۵، پرینس مساویري ۶۵، د کسوزا او مسکنډا ۴۱ـ۴۱ منډې د یادولو وړ دي.

د افغانستان په توپ اچوونکو کې راشد خان څلور، حمزه هوتک درې او سید شیرزاد د زمبابوې دوه لوبغاړي وسوځول. دا چې زمبابوې لوبډلې د افغانستان د لومړۍ پاڼۍ د ۵۴۵ منډو په وړاندې ۲۸۷ منډې جوړې کړې؛ نو د ټېسټ کرکټ د (فالو ان) قانون له مخې د ۲۵۸ منډو په تعقیب یو ځل بیا د خپلې دویمې پاڼۍ د لوبولو لپاره توپ وهنې ته راغلل.

زمبابوې خپله دویمه پاڼۍ د (فالو ان) قانون له مخې پیل کړه، خو د لومړۍ پاڼۍ په پرتله یې دا ځل نسبتاً ښه توپ وهنه ترسره کړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۳۶۵ منډې جوړې کړې، چې د افغانستان د لومړۍ پاڼۍ څخه پاتې ۲۵۸ منډو پوره کولو ترڅنګ یې افغانستان ته د ۱۰۸ منډو هدف وټاکه. د زمبابوې لپاره د دویمې پاڼۍ توپ وهنه کې د لومړۍ ټېسټ لوبې په څېر د زمبابوې لوبډلمشر شان ویلیمس یو ځل بیا ښه وځلېد او ۱۵۱ ناسوځېدلې منډې یې جوړې کړې، ترڅنګ یې ټریپانو ۹۵ منډې او کسوزا ۳۰ منډې ترسره کړې؛ د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې راشد خان یو ځل بیا غوره او تاریخي توپ اچونه ترسره کړه او د زمبابوې اووه مهم لوبغاړي یې وسوځول، ترڅنګ یې حمزه هوتک، سید شیرزاد او جاوید احمدي هر یو یوه – یوه وېکټ ترلاسه کړه.

ور پسې د افغانستان افغان توپوهونکي د خپلې دوېمې پاڼۍ توپ وهنې لپاره لوبغالي ته راغلل او د څلور ویکټو په غورځېدو یې ۱۰۸ منډې ترسره کړې، چې پکې د رحمت شاه ۵۸ او د ابراهیم ځدراڼ ۲۹ منډې د یادولو وړ دي.

په همدې سره افغانستان د ابوظبي سن شاین ټېسټ لوبلړۍ په دویمه لوبه کې زمبابوې ته د شپږ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه. حشمت الله شهیدي د تاریخي ناسوځېدلې غبرګې سلیزې او (۲۰۰) منډو په مټ د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان او زمبابوې ترمنځ به د ابوظبي سن شاین شل اوریزه لوبو لوبلړۍ د روانې مارچ میاشتې په ۱۷ مه نېټه پیل شي.