امو په دریمې بریا سره د غازي امان الله خان جام نیمه پایلوبې ته لاره وموندله

د غازي امان الله خان جام سیالیو ۷مه لوبه نن د بست او امو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه بست وګټله او خپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه، دوی په ۵۰ اورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سیالې لوبډلې ته د ۲۴۹ منډو هدف وټاکه، چې په توپوهنه کې ورته عین الدین کاکړ ۶۱ منډې، عابد تڼیوال او نصیب الله شیردلي هر یوه ۳۴-۳۴ منډې ترسره کړې، په داسې حال کې چې د امو په ګټه عبدالواسع نوري ۳ لوبغاړي، جمشېد میرعلیخېل، محمدسلیم ساپي او ابراهیم ساپي هر یوه ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

امو لوبډلې د لوبډلمشر ناصرجمال او فرهان زاخېل په ښکلي توپ وهنې سره د بست ورکړل شوی هدف د لوبې په ۴۸م اور کې د ۴ لوبغاړو په زیان سره ترلاسه کړی، امو ته ناصر جمال ۸۶ ناسوځېدلي منډې، فرهان زاخېل ۷۳ منډې او عبدالمالک ۲۶ منډې جوړي کړې خو د بست لپاره په توپ اچونه کې احمدضیاء ۲ لوبغاړي او وقارالله اسحاقزي ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د غازي امان الله خان جام لوبو په لړ کې سبا سهار ۹:۰۰ بجې د بندامیر او سپین غر سیالۍ ترسره کیږي.