امو د بند امیر لوبډله ماته او پایلوبې ته یې لاره ومونده

د غازي امان الله خان جام یو ورځنۍ یا لېست اې سیالۍ د نیمه پایلوبې تر پړاوه رسېدلې چې نن یې په لومړۍ نیمه پایلوبه کې د بند امیر لوبډله د امو له لوبډلې سره مخ شوه چې په پایله کې یې امو سیالې بند امیر لوبډلې ته د ۳۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لاره ومونده.
امو د بند امیر لوبډله ماته او پایلوبې ته یې لاره ومونده

د غازي امان الله خان جام یو ورځنۍ یا لېست اې سیالۍ د نیمه پایلوبې تر پړاوه رسېدلې چې نن یې په لومړۍ نیمه پایلوبه کې د بند امیر لوبډله د امو له لوبډلې سره مخ شوه چې په پایله کې یې امو سیالې بند امیر لوبډلې ته د ۳۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لاره ومونده.


باید وویل شي چې دا دویم ځل دی چې د امو لوبډله د دغو سیالیو پایلوبې ته لاره مومي، تېر کال یې هم لاره موندلې وه چې په پایلوبه کې بیا د مس عینک له لوري له ماتې سره مخ شوه او دویم مقام یې ترلاسه کړ.
د لوبې له پیل وړاندې د دغې سیالۍ پچه امو لوبډلې وګټله او لومړی یې د بند امیر پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د امو لوبډلې لوبغاړو په دغه لوبه کې جالبه او غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه چې سیالې بند امیر لوبډلې ته یې د ۲۹۲ منډو هدف وټاکه. د امو لوبډلې لوبغاړي عبدالمالک نن بیخي ځلانده توپوهنه وکړه او ۱۳۷ ډېرې منډې یې د خپلې لوبډلې په ګټه ترلاسه کړې.
ورپسې د یادې لوبډلې توپوهونکو هر یوه عمران میر ۵۹، فرهان ذاخېل ۲۳ او لوبډلمشر ناصر جمال ۲۰ منډې ترلاسه کړې او په ټولو ۵۰ اورونو کې یې د ۹ ویکټو په غورځېدو سره له سیال لوري ۲۹۱ منډې واخیستې.
د بند امیر له منځه د توپ اچونې په ډګر کې نجات مسعود ښه وځلېده او د سیالې لوبډلې درې لوبغاړي یې پویلین ته ستانه کړل، خو نور توپ اچوونکي چې څومره تمه ترې کېدله، هغومره ونه ځلېدل چې له منځه یې عبدالرحمن، ذبید اکبري، سید نصرت الله او ضیاءالحق هر یوه (۱) ویکټ ترلاسه کړه.
ورپسې یادې لوبډلې د خپلې توپوهنې پاڼۍ پیل کړه، خو چټک مزل یې ونه شو کړلی او د ۲۶۰ منډو ترلاسه کولو وروسته یې ټولې ویکټې له لاسه ورکړې او د امو لوبډلې ته یې د بریا مبارکي وویله.
د یادې لوبډلې د توپ اچوونکو له منځه لوبډلمشر ضیاءالحق ښه وځلېده او ۶۶ منډې یې ترلاسه کړې، چې د نوموړي ترڅنګ د یادې لوبډلې نثار وحد ۵۸، امان الله رفیقي ۵۳ او عبدالرحمن ۲۹ ناسوځېدلې منډې وکړې، خو د بریا تر پولې یې ځانونه ونشوای رسولی.
باید وویل شي چې یادې لوبډلې د ۲۶۰ منډو ترلاسه کولو وروسته په ۴۸،۳ اورونو کې خپلې ټولې ویکټې له لاسه ورکړې او د امو توپوهونکو پر وړاندې یې مقاومت ونه شو کړلی.
د امو لوبډلې د توپوهونکو سربېره توپ اچوونکي هم ډېر ښه وځلېدل او په پایله کې یې نننۍ بریا خپله کړه او د غازي امان الله خان جام پنځم پړاو سیالیو پایلوبې ته یې لاره وموندله.
د یادې لوبډلې د توپ اچوونکو له منځه عبدالواسع زړوره او غوره توپ اچوونه وکړه چې د سیالې لوبډلې ۵ لوبغاړي یې له ډګره بهر کړل او ورپسې ظهیب هم ۳ لوبغاړي او ابراهیم یو لوبغاړی له ډګره بهر کړ او له امله یې نننۍ ویاړ د خپلې لوبډلې په نوم ثبت کړ.
د یادونې وړ ده چې د دغو سیالیو د نیمه پایلوبو په دویمه لوبه کې به سبا د بست لوبډله د مس عینک پر وړاندې د سهار ۹:۰۰ بجې د کندهار کرکټ لوبغالي کې ډګر ته ښکته شي او د یو بل پر وړاندې به بخت و ازمایي چې ګټونکې لوبډله به یې په پایلوبه کې د امو لوبډلې پر وړاندې لوبه نندارې ته وړاندې کړي.