نیکولاس لي د ملي لوبډلې د فزیکي تکړښت روزونکی وټاکل شو

افغانستان کرکټ بورډ، نیکولاس ټرېور لي د ملي لوبډلې لپاره د فزیکي تکړښت د نوي روزونکي يا ټرېنر په توګه وګوماره چې د روانې فبروري میاشتې په ۲۳مه نېټه به د ایرلینډ پر وړاندې له لوبلړۍ مخکې له ملي لوبډلې سره یوځای شي چې له دې وړاندې یاده دنده له ۲۰۱۴م کال راهیسې د سویلي افریقا جېسن ډوګلس پر مخ وړله.

څلوېښت کلن نیکولاس لي د انګلستان د کېنټ کاونټي کرکټ کلب په ګټه ۱۳ فرسټ کلاس سیالیو کې لوبېدلی دی چې د درې نیمه سلیزو پر مټ یې د ۳۰.۶۲ منډو په اوسط سره ۴۹۰ منډې جوړې کړې دي. نوموړی دغه راز له انګلستان کرکټ بورډ د روزنې دویمه درجه سند ترلاسه کړی او د فزیکي تکړښت د روزونکي په توګه پراخه تجربه لري. 

نوموړي د ۲۰۲۰م کال له مارچ میاشتې راهیسې د بنګله دېش کرکټ بورډ د فزیکي تکړښت څانګې د مشر په توګه دنده ترسره کوي. نیکولاس له دې وړاندې د ۲۰۱۶م کال له اکټوبر د ۲۰۲۰م کال تر فبروري میاشتې پورې د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې د فزیکي تکړښت د روزونکي په توګه پاتې شوی دی. 

له بنګله دېش او سریلانکا سره له دندو وړاندې نوموړي د شا وخوا پنځه کلونو لپاره د انګلستان د سسیکس کرکټ کلب د فزیکي تکړښت د مشر روزونکي په توګه دنده پرمخ وړې ده. سربېره پر دې نوموړی د انګلستان له اګلیا رسکن پوهنتون د سپورت ساینس په برخه کې د لېسانس تر کچې زده کړې ترلاسه کړې او دغه راز د انګلستان د فزیکي تکړښت د سازمان برحاله غړیتوب هم له ځان سره لري. 

د دې ټولو مسوولیتونو او دندو ترڅنګ نیکولاس ټرېور لي د ۲۰۱۷م کال چېمپینز ټرافي، د ۲۰۱۹م کال نړیوال جام، د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کال د شل اوریزو سیالیو نړیوال جام او همدارنګه د ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې له بېلابېلو لوبډلو سره د فزیکي تکړښت د روزونکي په توګه دندې ترسره کړې دي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان کرکټ بورډ شېن مکډرمټ د ملي لوبډلې د ډګر ساتنې روزونکي په توګه ګمارلی دی. دغه راز افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې لپاره د کارکردګۍ څېړنې برخه کې هم د روزونکي په لټه کې دی چې یاد بست یې اعلان ته هم سپارلی دی.