کندوز ولایت لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ته لاره ومونده

د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولايتي یو ورځنيو سیالیو په لړ کې نن بیا درې لوبې وشوې. د خوست په کرکټ لوبغالي کې سرپُل د پکتیکا، په کندهار کرکټ لوبغالي کې زابل د نیمروز او د ننګرهار په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې کندوز د سمنګان پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شوې چې د ورځې په پای کې پکتیکا، زابل او کندوز لوبډلو خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې.
کندوز ولایت لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ته لاره ومونده

د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولايتي یو ورځنيو سیالیو په لړ کې نن بیا درې لوبې وشوې. د خوست په کرکټ لوبغالي کې سرپُل د پکتیکا، په کندهار کرکټ لوبغالي کې زابل د نیمروز او د ننګرهار په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې کندوز د سمنګان پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شوې چې د ورځې په پای کې پکتیکا، زابل او کندوز لوبډلو خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې.

د خوست په کرکټ لوبغالي کې سرپُل لوبډله د پکتیکا پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شوه. پکتیکا لوبډلې د لوبې پچه وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه. سرپُل لوبډلې په ۳۷ اورونو کې د ۱۰ ویکټو په زیان ۱۴۵ منډې وکړې، چې په ګټه یې بصیر احمد ۳۰، اثبات ساپي ۲۷، عبدالوهاب شهباز ۲۴ او رفیع الله افغان ۱۷ تر نورو ډېرې منډې وکړې. د پکتیکا په توپ اچوونکو کې محمد اسحاق ۳، محمد شاهد ځدراڼ، عبدالله ځدراڼ، واحدالله ښرنوال ۲-۲ او عزیز ځدراڼ یوه وېکټ واخیسته.

پکتیکا لوبډلې په ۲۴.۱ اورونو کې د ۴ ویکټو په زیان د سیالې لوبډلې هدف پوره کړ او په شپږو ویکټو یې بریا خپله کړه. د دې لوبډلې لپاره په توپوهنه کې واحدالله ښرنوال ۷۲، عبدالله ځدراڼ  ۲۷ او کلیم الله وزیر ۲۴  تر نورو ډېرې منډې وکړې او لوبډله یې بریا ته ورسوله. د سرپُل په توپ اچوونکو کې سعید خان او عصمت  ملکزي ۲-۲ ویکټې واخیستې. د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه واحدالله ښرنوال ته ورکړل شوه چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې ۷۲ منډې کړې وې او هم یې دوه ویکټې اخیستې وې.

د کندهار په کرکټ لوبغالي کې بیا د زابل او نیمروز لوبډلو ترمنځ لوبه وشوه. د لوبې پچه نیمروز وګټله او زابل ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. زابل لوبډلې په ۴۷.۵ اورونو کې د لسو ویکټو په زیان ۱۹۶ منډې وکړې، چې په ګټه یې وحدت عادل ۵۹، احمد ولي ۳۱، محمد یونس ۲۴ او انس خان ۱۵ تر نورو ډېرې منډې وکړې. د نیمروز په توپ اچوونکو کې نجیب الله ۳، نزاکت خان او افتاب شینواري ۲-۲، حسین خان الکوزي، عبدالروف او قدرت الله ویاړ ۱-۱ وېکټ واخیسته.

نیمروز لوبډلې په ۲۲.۳ اورونو کې د لسو ویکټو په زیان یوازې ۹۱ منډې وکړې او لوبه یې د ۱۰۵ منډو په لوی توپیر وبایلله. د نیمروز په توپوهونکو کې محب الله افغان ۲۸، عبدالقدوس کاکړ ۲۵ او نجیب الله ۱۵ تر نورو ډېرې منډې وکړې. د زابل په توپ اچوونکو کې احمد ولي ۴، سمیع الله ۳، بلال خان ۲ او نوید احمد ۱ ویکټ واخیسته او لوبډله یې بریا ته ورسوله. د دې لوبې غوره لوبغاړی احمد ولي و چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې ۳۱ منډې کړې وې او هم یې څلور ویکټې واخیستې.

د ورځې دریمه لوبه بیا د ننګرهار ولایت په غازي امان الله کرکټ لوبغالي کې د کندوز او سمنګان لوبډلو د یو بل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شول. بغلان لوبډلې د لوبې پچه وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه. کندوز لوبډلې په ۴۴.۵ اورونو کې د لسو ویکټو په زیان ۱۶۸ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۶۹ منډو هدف وټاکه. د کندوز لپاره په توپوهنه کې روح الله عرب ۳۳، حیات الله ۲۱، سبحان علي ۱۶ او محمد ریاض خان ۱۳ تر نورو ډېرې منډې وکړې. د سمنګان په توپ اچوونکو کې جنت ګل منګل ۵، سمیع الله ستانکزي، شرافت مومند، شفیق قدم، فیاض ویاړ او وسیم منګل ۱-۱ وېکټ واخیسته.

سمنګان لوبډلې په ۳۰.۳ اورونو کې د لسو ویکټو په زیان یوازې ۸۶ منډې وکړې او د ۸۲ منډو په توپیر یې ماتې ومنله. د کندوز په توپ اچوونکو کې جمعه ګل میاخېل ۴، روح الله عرب او محمد ګل ۲-۲ او حیات الله او نصرت الله خان ۱-۱ وېکټ واخیسته. د دې لوبې غوره لوبغاړی جمعه ګل میاخېل و چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې ۱۰ منډې کړې وې او هم یې ۴ ویکټې اخیستې وې.

د سبا ورځې په سیالیو کې به میدان وردګ له فراه، لوګر له بغلان او لغمان له جوزجان لوبډلو سره مخامخ شي.